ورزشي خبرونه

افغانستان کرکټ بورډ څرګنده کړې، چې شین مک‌ډرموټ د ملي لوبډلې د ډګرساتنې د نوي روزونکي په توګه ګومارل شوی دی. د افغانستان کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د روان کال د فبروري میاشتې په لومړیو کې به د سریلانکا پر وړاندې له لوبلړۍ وړاندې له افغان ملي لوبډلې سره یوځای شي. نوموړی د ظرفیت لوړونې په برخه…
د افغانستان کرکټ بورډ د ملي ګټو پر ضد اقداماتو له کبله پر درېیو ملي لوبغاړو فضل حق فاروقي، نوین الحق او مجیب الرحمن ځدراڼ بندېزونه لګولي او له دوی سره مرکزي قردادونه هم لغوه شوي دي. د کرکټ بورډ لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دې ادارې له دغو درېیو لوبغاړو څخه د یوه کال لپاره…
لیکنه: جعفر هاند په هند کې د یوه ورځني کرکټ نړیوا جام کې د افغانستان بریالی سفر پای ته ورسېد، په دغه جام کې د افغانستان لپاره مثبت ټکي دومره ډېر دي، چې منفي په کې هېڅ نه ښکاري. په دې لیکنې کې مې د افغانستان د نړیوال جام سفر ته لنډه کتنه کړې. اغېز: د افغانستان اغېز دومره ډېر…
افغان لوبډلې تېره ورځ خپله وروستۍ لوبه له جنوبي افریقا سره وکړه، چې یادې لوبډلې د پنځو ویکټو په توپیر افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه. په روان نړیوال جام کې افغانستان نهه لوبې وکړې چې پاکستان، سریلانکا، انګلستان او نیدرلنډ ته یې ماتې ورکړې، خو هند، جنوبي افریقا، اسټرلیا، بنګله دېش او نیوزیلنډ ته یې سیالۍ وبایللې. دا لومړی ځل…
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ۲۴ کلن تېز بالر د زنګانه د ټپونو له امله اړ شوی چې له روان نړیوال جام وروسته نورې یو ورځنۍ لوبې ونه کړي په هند کې د روان نړیوال یو ورځني جام لپاره د افغانستان په ۱۵ کسیزه لوبډله کې شامل لوبغاړی نوین الحق وایي دا به یې په یو ورځنیو لوبو کې وروستی…
د چین په اسیايي سیالیو کې، چې د شنبې په ورځ / سپټمبر۲۳ رسماً پیل شوې، د افغانستان تر سلو ډېر لوبغاړي برخه لري. د راپورونو له مخې، د چین د هانګژو په اسیايي سیالیو کې د افغانستان په لوبغاړو کې ۱۷ بهرمېشتې ښځې هم شاملې دي. افغان لوبغاړي، چې د ډیرو پام یې ځان ته اړولی، په ۱۷ څانګو…
( د چنګاښ ۱۲مه ۱۳۹۹ ) د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې په نږدې راتلونکي کې د شپږیزې د کرکټ لیګ سیالۍ پیلېږي.د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پرون شنبې (د چنګاښ په ۲۱مه) وویل چې کرکټ بورډ په روان کال کې د شپږیزې په ګډون په بېلابېلو فارمټونو کې لوبې په پام کې لري.هغه زیاته کړه: "د افغانستان کرکټ…
د یاد هېواد د ښځینه کرکټ ټیم سر روزونکی اقبال امام له دندې ګوښه شو، او بسيما معروف يې د کیپتان په حیث وټاکله.ورته مهال د پاکستان ښځینه کرکټ بورډ مشره اروج ممتاز وايې، چې د نهو ښځینه کرکټرانو لپاره د مرکزي قراردادونو پراختیا او همدارنګه د نهه لوبغاړو رامنځته شوي کټګورۍ اعلان یې وکړ.پاکستان د ښځینه کرکټ ټیم د…
کابل (١٨ کب ٩٨): د اسټراليا د نجونو کرکټ لوبـډلې د شل اووريز کرکټ نړيوال جام په پاى لوبه کې هندوستان ته په ماتې ورکولو سره د دې سياليو اتلولي خپله کړه.د لسو هېوادونو د ښځو لوبډلو په ګډون چې په دوو ګروپونو وېشل شوي وو، دا سيالۍ په اسټراليا کې ترسره شوې.د دې سياليو پايلوبې ته اسـټراليا او هندوستان…
کابل (۱۶ کب ۹۸): افغانستان د کرکټ په لومړۍ شل اووریزه نړیواله لوبه کې ایرلینډ ته په ۱۱ منډو ماتې ورکړه.د افغانستان په کوربه توب له ایرلینډ سره د درېیو شل اووریزو نړیوالو لوبو لړۍ نن د هندوستان په ګریټر نویډا نړیوال لوبغالي کې پیل شوه.ددې لوبې پچه ایرلینډ وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، دایرلینډ لومړنیو لوبغاړو…
کابل (٢١ سلواغه ٩٨): بنګله دېش په پاى لوبه کې هندوستان ته په ماتې ورکولو سره د ١٩ کلنو کرکټ نړيوال جام اتلولي وګټله.د ١٩ کلنو کرکټ نړيوال جام سيالۍ چې د سوېلي افريقا په کوربه توب ترسره شوې، په کې د ١٦ هېوادونو لوبډلو برخه اخيستې وه.د دې سياليو پايلوبې ته دوو اسيايي هېوادونو هندوستان او بنګله دېش لاره…