راشد خان په شل اووريزو سياليو کې هم لومړى مقام خپل کړ

کابل (٦ کب ٩٦): د کرکټ ملي لوبغاړي راشد خان د کرکټ د شل اووريزو نړيوالو سياليو په درجه بندۍ کې هم لومړى مقام خپل کړى دى.
د کرکټ نړيوالې شورا له خوا د کب په ٦مه رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې راشد خان د زمبابوې پر وړاندې په دوو شل اووريزو نړيوالو لوبو کې د ښې لوبې له امله له دويم مقام څخه لومړى خپل کړى دى.
د يادونې ده، د کرکټ نړيواله شورا هره مياشت د کرکټ لوبه کوونکو هېوادونو او لوبغاړو نړيواله درجه بندي اعلانوي، تېره مياشت راشد خان په توپ اچوونکو کې دويم مقام درلود.
راشد خان د زمبابوې پر وړاندې په دوو نړيوالو شل اووريزو سياليو کې چې دواړه افغانستان وګټلې، پنځه لوبغاړي سوځولي وو.
د کرکټ نړيوالې شورا د اعلان شوې درجه بندۍ له مخې راشد خان د ٧٥٩ نومرو په ترلاسه کولو سره لومړى مقام او د نيوزيلينډ سوډي د ٧٠٠ نومرو په ترلاسه کولو سره دويم او د ويسټ انډيز ساميول بدري د ٦٩١ نومرو په لرلو سره درېيم مقام خپل کړى دى.
راشد خان څو ورځې مخکې چې د زمبابوې پر وړاندې پنځو يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې ١٦ لوبغاړي وسوځول، د کرکټ په يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې يې هم لومړى مقام خپل کړى و.
هغه د کرکټ د نړۍ لومړى کم عمره لوبغاړى شو چې لومړى مقام خپلوي او په دې سره يې نړيوال ريکارډ جوړ کړ.
دغه راز د افغانستان بل لوبغاړي محمد شهزاد هم دوه مقامه رامخکې شوى او له دوولسم څخه يې لسم مقام ته پرمختګ کړى دى.
درېيم افغان لوبغاړى محمد نبي د شل اووريزو سياليو د الراونډرانو په کټګورۍ کې بيا درېيم مقام خپل کړى دى.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.