د انګلستان د "ليسټر شاير" کلب له محمد نبي سره قرارداد وکړ

کابل (١٦ کب ٩٦): د انګلستان مشهور "ليسټرشاير" کلب د کرکـټ له ملي لوبغاړي محمد نبي سره د شل اووريزو سياليو لپاره قرارداد کړى دى.
دا دويم افغان لوبغاړى شو چې د انګلستان له کاونټي کلبونو سره د کرکټ سياليو لپاره قرارداد کوي، تر دې مخکې راشد خان د انګلستان د سسيکس کاونټي سره قرارداد کړى و.
د "ليسټرشاير" کلب له خوا د کب په ١٦مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نبي به د انګلستان د کلبونو تر منځ راتلونکو شل اووريزو سياليو کې ولوبېږي.
د دې لوبې روزونکي پاول نېکسون ويلي چې نبي په توپ اچونه او توپوهنه دواړو کې ښه مهارت لري او د هغه له راتګ سره به يې لوبـډله پياوړې شي.
دغه سيالۍ ټاکل شوې ده چې د روان زېږديز کال د جولاى په څلورمه پيل شي.
٣٣ کلن افغان لوبغاړى محمد نبي تر اوسه په ٩٣ يو ورځنيو نړيوالو او ٦٠ شل اووريز نړيوالو لوبو کې د افغانستان له خوا لوبېدلى دى.
هغه په شل اووريزو سياليو کې تر اوسه ٩٦١ منډې جوړې کړې او ٦١ لوبغاړي يې هم سوځولي او د دې سياليو د الراونډرانو په کټګورۍ درېيم نړيوال مقام لري.
نبي او راشد هغه دوه يواځېني افغان لوبغاړي دي چې د نړۍ په ګن شمېر ليګونو کې يې برخه اخيستې ده.
دوى د هندوستان په ای پي اېل، د اسټراليا په بېګ باش، د ويسټ انډيز په سي پي اېل، د بنګله دېش په بي پي اېل او د پاکستان په اېس پي اېل کې تراوسه لوبيدلي دي.
محمد نبي د انګلستان رسنيو ته ويلي چې "ليسټرشاير" ښه لوبډله ده او په اړه يې ډېرې مثبتې خبرې اورېدلې دي.
هغه زياته کړې: ((زه به له يوې پياوړې او مسلکي لوبډلې سره يو ځاى شم او هڅه به وکړم، چې له دوى ډېر څه زده کړم.))

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.