کرکټ: په «IPL» کې د افغان لوبغاړي مجیب ځدراڼ ښه پیل!

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ځوان لوبغاړي مجیب ځدران د هند د سوداګریز کرکټ لیګ «IPL» د سیالیو په لومړۍ لوبه ۲ لوبغاړي وسوځول او په «IPL» کې یې خپل کیریر په ښه توګه پيل کړ.
مجیب ځدراڼ د افغان لوبډلې ورو یا سپین توپ اچوونکی دی چې د هندوستان په «IPL» کرکټ لیګ سیالیو کې د لومړي ځل لپاره د کنګز الېون پنجاب لوبډلې له خوا پېرل شوی دی.
ځدراڼ د یکشبې په ورځ په خپلې لومړۍ لوبه کې ـ چې د ګنګز الېون پنجاپ او ډهلي ډېرډیولز لوبډلو ترمنځ وشوه ـ په خپلو ۴ اورونو کې ۲۸منډې ورکړې او د سیالې «ډهلي ډېرډیلوز» لوبډلې دوه لوبغاړي یې وسوځول.
دغه لوبه چې د هندوستان په موهالي لوبغالي کې ترسره شوه، کنګز الېون پنجاب لوبډلې په کې ډهلي لوبډلې ته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه.
د لوبې پچه پنچاب لوبډلې ګټلې وه، خو لومړی یې ډهلي لوبډلې ته د بېټنګ بلنه ورکړه.
ډهلي ډېرډیلوز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو، د کپټان ګوتم ګمبر د ۵۵ او آر.آر. پانټ د ۲۸ منډو پر مټ ۱۶۶ مندې وکړې او کنګز الېون پنجاپ ته یې د ۱۶۷ منډو هدف ورکړ.
د پنجاب لوبډلې د ډهلي له خوا ورکړی هدف د ۱۸م اوور په وروستي توپ د ۴ لوبغاړو په سو ځېدو پوره کړ.
د «IPL» په تاریخ کې تر ټولو تېزه پنځوسیزه:
د کنګز الېون پنجاب او ډهلي ډېرډیولز لوبډلو ترمنځ لوبه کې د هند د تجارتي کرکټ سیالیو د لیګ «IPL» د تر ټولو تېزې نیمه سلیزې یا پنځوسیزې جوړولو ریکارډ هم جوړ شو.
دغه ریکارډ د پنجاب لوبډلې لېکوش راهور له خوا جوړ شو.
نوموړي دا ریکارډ یوازې د ۱۴ توپونو په لوبولو، د ۴ شپږیزو او ۶ څلوریزو پر مټ جوړ کړ.
تر دې مخکې دا ریکارډ د ویسټ انډیز د ملي کرکټ له لوبغاړي سونیل ناراین سره و چې په «IPL» کې د کولکته ناېټ رایډرز لوبډلې له خوا لوبېږي.
دا د سږني ۲۰۱۸ «IPL» لوبو دوهمه لوبه وه، تر دې مخکې لومړۍ لوبه د شنبې په ماښام د چینای سوپر کېنګز او د مومبی انډینز تر منځ وشوه چې چینای وګتله.
د یادونې وړ ده چې په سږني «IPL» په بولۍ کې څلور افغان لوبغاړي پېرل شوي چې راشد خان، نبي عیسی خېل، مجیب ځدراڼ او ظاهر پکتین په کې شامل دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.