د کرکټ ملي لوبغاړی شهزاد محمدي درې سوه زره افغانۍ جريمه شو

کابل (٢٥ ورى ٩٧): د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړى شهزاد محمدي درې سوه زره افغانۍ جريمه شو او د بيا سرغړونې په صورت کې پرې د بنديز ګواښ شوی دی.
د کرکټ ملي لوبغاړي شهزاد محمدي څه موده مخکې د پاکستان په پېښور ښار کې له يوه ځايي عادي کلب سره لوبېدلى و چې په ټولنيزو شبکو کې د کرکټ د مينه والو له خوا پرې سختې نيوکې وشوې.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر عاطف مشعل د وري په ٢٥مه په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې دوى ډسپلين ته زياته پاملرنه کوي او کوم لوبغاړى چې سرغړونه کوي، له هغوى سره سخت چلند کېږي.
هغه زياته کړه، که کوم لوبغاړى د ډسپلين په برخه کې د ملي ګټو پر ضد کار وکړي، نو هغه ملي لوبغاړى نه دى.
د ډسپلين کمېټې غړى او د کرکټ بورډ سلاکار الله داد نوري وويل، کله چې د شهزاد موضوع راښکاره شوه؛ نو د ډسپلين کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې دا موضوع وڅېړي.
د نوموړي په وينا، د ډسپلين کمېټې تر ارزونو او څېړنو وروسته شهزاد محمدي پړ وباله او هغه يې درې سوه زره افغانۍ جريمه کړ.
دغه  راز نوري وويل، که چېرې شهزاد بيا دا ډول سرغړونه وکړي؛ نو له لوبو به له بنديز سره مخ شي.
هغه وايي، هر لوبغاړى چې له هېواده بهر په کلبونو او يا ليګونو کې لوبېږي، بايد له کرکټ بورډ څخه اجازه ولري، خو شهزاد دغه کار نه و کړى.
د يادونې ده، تېر کال د کرکت نړيوالې شورا هم د سرغړونو له امله پر شهزاد يو کلن بنديز لګولى و.
د کرکټ مينه والو په ټولنيزو شبکو کې د شهزاد په اړه د کرکټ بورډ دغه پرېکړه ستايلې ده.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.