سالو د نجونو په کوربه توب د نجونو لپاره ځانګړي تفریحي او ټولنیزه خپرونه ده
پدې خپرونه کې یوازې نجونې د ټلفون له لارې ګډون کوي او د خپل کلتور ، فرهنګ ، مصروفیتونو ، زده کړو او د ژوند په نورو ټولنیزو اړخونو بحث او خبرې کوي.
سالو خپرونه تفریحي اړخ هم لري چې پکې ښځې او نجونې پر خپلو ټولنیزو مصروفیتونو د بحث تر څنګ شعر ، ترنم لنډۍ او نور ادبي صنعتونه شریکوي.