دغه صفحه پرنټ کول

تر ږغ ۵ ځلې چټکه الوتکه جوړېږي

په چین کې د داسې الوتکې پر جوړولو کار کېږي چې سرعت یې په یو ساعت کې ۶ زره کیلو مترو ته رسېږي
د چین د ساینس اکاډیمي یوه ټیم د دې الوتکې ډیزاین وړاندې کړی او ویلي یې دي چې د ۸ ساعتونو هوايي سفر به نیم ساعت ته رالنډ کړي. په بله ژبه د پیکینګ او نیویارک سفر به څه کم دوو ساعتونو ته رالنډ کړي.
د دې تر ږغ چټکې یا هایپر سونیک الوتکې سرعت به تر ږغ ۵ ځلې چټک وي.
اوس هم تر ږغ چټکې الوتکې شته چې په یو ساعت کې ۱۲۳۵ کیلو متره مزل کوي.
له ۱۹۷۶ څخه تر ۲۰۰۳ پورې کانکورد الوتکې، چې د لندن – نیویارک او پاریس – نیویارک ترمنځ یې تګ راتګ کاوه، د نړۍ تر ټولو تېزې مسافر وړونکې الوتکې وې.
د چینايي انجنیرانو په وینا دا الوتکه به په دوو ساعتونو کې له درست ارام سمندره راتاوېږي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)