په امریکا کې ډېری کورنۍ تر زوی لور غوره بولي

 په ډېرو هیوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان کې اکثره میندې او پلرونه ترجیح ورکوي چې زوی ولري؛ خو د امریکا په متحدو ایالتونو کې دا تمایل سرچپه دی.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، پخوا امریکایانو پروا نه کوله چې اولاد یې زوی دی او که لور، خو اوس ډېری کورنۍ لور تر زوی غوره ګڼي.
د ګالپس د سروې اداره وايي چې له ۱۹۴۱ څخه تر ۲۰۱۱ پورې یې په دې برخه کې د امریکايي کورنیو په لېوالتیا کې بدلون نه و لیدلی.
دې ادارې، هر کال سروې کړې او په یاده موده کې یې له کورنیو دا پوښتنه کړې چې که یو اولاد ولري نو ایا غواړي چې لور وي او که زوی؟ نو په سلو کې ۴۰ زوی او په سلو کې ۲۸ نجلۍ ته ترجیح ورکړې وه او پاتې کسانو ویلي وو چې ورته مهمه نه ده چې زوی وي یا لور.
اوس د ګالپس نوې سروې ښيي چې اکثره کورنۍ غواړي چې لور ولري.
په امریکا او اروپا کې ډېرې ښځې نه غواړي چې اولاد ولري او پر ځای یې غوره بولي چې د بل چا ماشوم / ماشومه په اولادولۍ (اډاپت) ومني.
د ګالپس سروې وايي چې هغه کسان چې د نورو ماشومان/ ماشومانې په اولادولۍ مني، اکثره غوره ګڼي چې نجلۍ ومني.
سروې ښيي چې امریکا ته له نورو هیوادونو مهاجر شوي کسان لا هم تر لور زوی غواړي.
ګالپس وايي، په ځانګړي ډول د هغو هیوادونو مهاجر تر لور زوی ته ترجیح ورکوي چې په خپلو هیوادونو کې یې د جنسیت (د ښځې او نارینه) مساوات لږ دی.
د افغانستان په شان هیوادونو کې، چې کورنۍ ګډ ژوند کوي او په ټولنه کې د ښځو ازادۍ محدودې دي، اقتصادي عوامل د دې سبب کېږي چې کورنۍ تر لور زوی ته ترجیح ورکړي.
خو چیري چې دواړه له یو شان حقونو برخمن دي ثابته شوې چې تر زامنو، لوڼې له خپلو میندو او پلرونو سره زیاته خواخوږي لري.
همدا علت دی چې په لوېدیځو هیوادونو کې میندې او پلرونه تر زامنو، نجونو ته ترجیح ورکوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.