یو ساینسپوه وايي، ناسا په مریخ کې د نورو مخلوقاتو شواهد پټوي

تاند- یوه لوی ساینسپوه ادعا وکړه، ناسا (د امریکا د فضايي تحقیقاتو ادارې) د داسې فوسیلونو شواهد موندلي او پټ ساتلي چې ورڅخه ثابتېږي، یو وخت په مریخ کې پردي مخلوقات اوسېدل.
ډاکتر بري دیګریګوریو باور لري هغه عکسونه چې د ناسا کریاسیټي ستوربېړۍ د ۲۰۱۸ په لومړیو کې اخیستي، ښيي چې یو مهال په مریخ کې نور مخلوقات اوسېدل.

کریاسیټي ستوربېړۍ
کریاسیټي ستوربېړۍ حاضردمه د مریخ پر سطحه ګرځي.
له بلې خوا ناسا وايي، هغه شکلونه چې په عکسونو کې ښکاري بلوري یا کریستالي ډبرې دي او دوی یې په تحلیل بوخت دي.
خو ډاکتر بري دیګریګوریو باور لري چې د امریکا د فضايي تحقیقاتو اداره غواړي چې دا موضوع پټه کړي.
ده ډیلي سټار ورځپاڼې ته وویل«دوی (ناسا) دې هر څه وايي خو دا عکسونه، دا شکلونه تر دې پخوا په مریخ کې نه و لیدل شوي.»
دی وايي چې که عکسونو ته څوک ځیر شي نو ورته به څرګنده شي چې دا عکسونه د فوسیلونو دي.
ډاکتر بري دیګریګوریو زیاتوي، کریسټال نه سره تاو کېږي.«فکر کوم دا د مځکې د (Ordovician) له دورې سره ورته والی لري.»
مځکې ته د مریخ ورته والی
د مریخ په اړه ساینسپوهان وايي چې یو وخت پکې ژوي اوسېدل خو د دې لپاره چې د اوزن پرده یې له منځه لاړه، اکسیجن ورڅخه ووت او ژوند پکې ناممکنه شو.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.