دغه صفحه پرنټ کول

روزا اوتونبایوا له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

21 ليندی 1402 چنار راډيو

د پاکستان د لنډمهالي حکومت بهرنیو چارو وزیر اسلام اباد کې د یوناما له مشرې سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

د دغه هېواد د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د جلیل عباس جیلاني او روزا اوتونبایوا ترمنځ په دې لیدنه کې بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې هېواد یې د یو سوکاله، سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره له نړۍوالې ټولنې او یوناما سره خپل تعامل ته ادامه ورکوي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)