دغه صفحه پرنټ کول

کاناډا پاکستان کې له افغان کډوالو سره ۲۱ میلیونه ډالره مرسته وکړه.

25 ليندی 1402 چنار راډيو

د کاناډا حکومت ۲۱ میلیونه کاناډايي ډالره د هغو افغانانو ملاتړ ته ځانګړي کړي چې د خوندیتوب لپاره د منځنۍ اسیا هېوادونو او پاکستان ته تللي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، چې د کاناډا د حکومت دا مرسته به چې دغه سازمان ته یې ورکړې، په قزاقستان، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان کې د روغتیا په شمول د افغان کډوالو پر اړتیاوو ولګول شي.

کاناډا د لوېدیځ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په وروستیو دوو کلونو کې یې لسګونه زره افغانانو ته په خپله خاوره کې پناه ورکړې ده.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)