دغه صفحه پرنټ کول

د حیرتان بندر په عوایدو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی

09 مرغومی 1402 چنار راډيو

بلخ کې د حیرتان سوداګریز بندر د اوسپنې پټلۍ له لارې په ورځني ډول، د لس زره ټنو توکو انتقالات ترسره کېږي.

د یاد بندر د اوسپنې پټلۍ مسوولین وایي، د پخوا په پرتله سږکال د حیرتان سوداګریز بندر په عوایدو کې نږدې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی او تېر ته په کتو د خوراکي او غیر خوراکي توکو د انتقالاتو کچه هم څو برابره لوړه شوې ده.

په بلخ ولایت کې د حیرتان بندر د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس محمد شفیق محمود وایي، هره ورځ له منځنۍ اسیا څخه د حیرتان بندر لارې بلخ ته تر ۱۶۰ واګونونو پورې بېلابېل ډوله توکي راځي او په خبره یې، چې د راکړې ورکړې په برخه کې دامهال هېڅ ډول خنډ موجود نه دی.

ورته مهال یو شمېر سوداګر وایي، د اوسپنې پټلۍ لارې د توکو د انتقال لپاره ترټولو اسانه او کمه بیه تمامېږي. 

دوی زیاتوي تر پخوا یې له دې لارې د توکو د لېږد په برخه څه ناڅه ستونزې هوارې شوي؛ خو په هغه کچه تر اوسه نه دي حل شوي، چې دوی ترې تمه لري.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)