دغه صفحه پرنټ کول

په کونړ کې نهه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

01 سلواغه 1402 چنار راډيو

د کونړ امنیتي چارواکي وایي چې په یوه کور کې د چاودنې له کبله نهه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کونړ امنیه قوماندانۍ ویاند فرید دهقان وايي، د دغه ولایت د چپې درې ولسوالۍ په ترنیک سیمه کې د چاودنې له کبله درې کسان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
نوموړی زیاتوي چې د چاودنې په اړه پلټنې روانې دي او د څرنګوالي په اړه به یې معلومات وروسته شریک کړي.
په سیمه کې عیني شاهدان وایي چې چاودنه د کانونو په اسختراج کې د کارېدونکو توکو د ګرمېدو له مله را منځته شوې ده.
دوی زیاتوي، په دې سیمه کې د قیمتي ډبرو کانونه دي چې د دغو کانونو چاودېدونکي توکي په دغه کور کې پراته وو او له ګرمېدو سره یې چاودنه کړې.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)