دغه صفحه پرنټ کول

د افغان ښځو او نجونو پر زده کړو د حامد کرزي ټینګار

11 سلواغه 1402 چنار راډيو

د افغانستان پخواني جمهور رییس حامد کرزي یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو ټینګار کړی او زیاتوي چې په دې برخه کې باید ګټورې هڅې وشي.

کرزي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د پوهنې په برخه کې یې له یو شمېر فعالو ښځو سره کتلي او د افغانستان د ودې او پر مختګ لپاره یې د نجونو د تعلیم او لوړو زده کړو د اړتیا په اړه خبرې کړي.
حامد کرزي همداراز د افغان نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو بیا پرانستل د افغانستان د پرمختګ لپاره یوه حیاتي موضوع بللې ده.
د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راهیسې افغان نجونې په منځنیو ښوونځیو او لېسو کې له زده کړو منع شوې دي او د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې هم افغان ښځې او نجونې پوهنتونونو ته له تلو منع شوې

 

 

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)