جمعه, ۱۰ وری ۱۴۰۳

د عامې روغتیا وزارت: د کابل ځانمرګي بريد کې ۳۳ تنه وژل شوي ۶۵ ټپیان دي

02 وری 1397

دريم تعقيب-کابل(د وري لومړۍ نېټه ٩٧): دعامې روغتیا وزارت وایي، چې د کابل ښار په کارتې سخي سيمه کې د ځانمرګى بريد  له امله ۳۳  تنه وژل شوي او ۶۵ نور ټپيان دي.
نن غرمه مهال شاوخوا ١٢ بجې شوى د کابل ښار د دريمې حوزې اړوند د کارته سخي په سيمه کې ځانمرګى بريد وشو.
د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت الله رحيمي وويل چې په دې پېښه کې ٢٦ تنه وژل شوي او ١٨ نور تپيان دي.
هغه وايي چې مرګ ژوبله ملکي کسانو ته اوښتې ده.
دغه راز د کابل د امنيه قوماندان مل پاسوال محمد داود امين وويل چې د پېښې په اړه پلټنې پيل شوي دي.
بل لورته د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مجروح وويل چې په دې پېښه کې  ۳۳  تنه وژل شوي او ۶۵ نور ټپيان دي.
په سيمه کې يو تن عيني شاهد فيض الله وويل چې چاويدونکي توکي په يو موټر سايکل کې ځاى پرځاى شوي وو.
هغه وايي: (( يو شمير کسان له کارته سخي زيارت نه کور خواته روان و چې يو موټر سايکل تيز راغې او د دوى په منځ کې ځانته چاودنه ورکړه.))
ده وويل چې په بريد کې ډيرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شميره يې تر اوسه معلومه نه ده.
بل لورته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وويل چې دغه بريد پر دوى پورې هيڅ اړه نه لري. خو داعش ډلې ددې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
د يادونې وړ ده چې د کابل په کارتي سخي سيمه کې يو شمير خلک د نوي کال د جشن د لمانځلو په موخه را ټول شوي وو.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.