سه شنبه, ۲۸ وری ۱۴۰۳

د سعودي پاچا او وليعهد هم د کابل بريد وغانده

02 وری 1397

کابل (٢ ورى ٩٧): د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز د کابل پرونی بريد چې په ترڅ کې يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، پر کلکو ټکو غندلى دی.
پرون غرمه مهال د کابل ښار د درېيمې حوزې اړوند د کابل پوهنتون شمالي دروازې لور ته سړک باندې ځانمرګى بريد وشو چې په ترڅ کې يې ٣٣ کسان ووژل شول او ٦٥ نور ټپيان وو.
د دغه برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخيستى او ويلي یې دي چې دغه برید د ډیورنډ کرښې د هغې غاړي یوه کس ترسره کړی دی.
د سعودي عربستان د دولتي اژانس (واس) د راپور له مخې، د سعودي عربستان پاچا خادم الحرمين الشرفين سلمان بن عبدالعزيز او وليعهد شهزاده محمد بن سلمان دغه بريد پر کلکه غندلى دى.
شاه سلمان د دغه بريد قربانيانو او ولسمشر اشرف غني ته د تسليت مراتب وړاندې کړي دي او ځان يې په دغه غم کې شريک ګڼلى دى.
دغه راز امريکا، هندوستان، برېتانيا، چين، پاکستان، ناټو، ملګرو ملتونو اروپايي اتحاديې او يو شمېر نورو هېوادونو هم دغه بريد په کلکه غندلى دى.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(1 رایه)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.