پنجشنبه, ۰۹ وری ۱۴۰۳

د بلخ نوى والي او امنيه قوماندان نن معرفي کېږي

02 وری 1397

مزارشريف (٢ ورى ٩٧): ټاکل شوې ده چې د بلخ نوى والي او امنيه قوماندان نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې معرفي شي.
ولسمشر غني څو مياشتې مخکې عطاءمحمد نور د بلخ له ولایته لرې کړ او پر ځای انجنير داوود وټاکه، خو نور د ولسمشر پرېکړه ونه منله.
د نور او ارګ تر منځ تر څو مياشتو خبرو اترو وروسته څو ورځې مخکې دواړه لوري هوکړې ته ورسېدل.
د بلخ ولايت مقام مطبوعاتي مسوول منير فرهاد د وري په ٢مه وويل چې د ولسي جرګې وکيل محمد اسحق رهګذر به نن د نوي والي په توګه معرفي شي.
دغه راز هغه زياته کړه چې جنرال اکرم سامع به د نوي امنيه قوماندان په توګه وټاکل شي.
د هغه په وينا، دغه مراسم به نن د ورځې په اوږدو کې ترسره شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.