جمعه, ۳۱ وری ۱۴۰۳

غني: د ولسمشرۍ ټاکنې به په ۱۳۹۸ لمریز کال کې ترسره شي

02 وری 1397

کابل(،د وري لومړۍ نېټه٩٧): ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې ۱۳۹۷ کال د پوهنې کال نومول شوی او په دې کال کې به په ملکي او نظامي برخه کې اصلاحات دوام ولري.
ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د نوي لېږدیز لمریز کال د رارسېدو په مناسبت د جمهوري ریاست د ارګ په انګړ کې یو نیالګی کېښود او ټولو هېوادوالو ته یې د نوي کال مبارکي وویله.
غني وویل چې په نوي لمریز کال کې به حکومت لوی کارونه وکړي او هیله ده چې د خلکو او هېواد د هوساینې، سولې او پرمختګ لامل شي.
هغه زیاته کړه، په نوي کال کې د افغانستان ټولو اقشارو، علمای کرامو، سیاسي ګوندونو، د مدني ټولنې بنسټونو او د ښځو شبکو سره به کتنې ولري او کوښښ دادی چې د ټاکنو بهیر کې د هر ډول مداخلې مخه ونیول شي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني څرګنده کړه: (( زه د افغانستان په ټولو خلکو غږ کوم چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو کې فعاله ونډه واخلي.))
 هغه وویل چې د جمهوري ریاست ټاکنې به په ۱۳۹۸ لمریز کال کې ترسره شي.
جمهور رئیس دا هم وويل چې د استخدام بهیر به په شفافه توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون له لارې ترسره شي او هر افغان باید ډاده وي چې په اداره کې د استخدام اساس کفایت او وړتيا ده.
محمد اشرف غني خلکو ته په خطاب کې وویل: (( په ولسي جرګه کې د خپلو استازو کارنامې وارزوئ او نمرې ورکړئ او هیله ده چې  د ولسي جرګې استازي هم خلکو ته حساب ورکړي.))
جمهور رئیس څرګنده کړه: (( زموږ خلک اوس په اصلاحاتو اجماع لري او په ملکي برخه کې د اصلاحاتو بهیر به ادامه ولري او همدارنګه به ادارې هم ورځ په ورځ شفافې او ځوانې شي.))
ده وويل چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو اصلاحات به همداسې په هر اړخیز ډول جریان ولري او په ۱۳۹۷ لمریز کال کې به یې د ثمرې او پایلو شاهدان ووسى.
د هېواد جمهور رئیس ټینګار وکړ د پولیسو پیاوړتیا د افغانستان د ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو سرتاسري وظیفه ده او له دې وروسته به د ملي پولیسو جدي توجه د قانون حاکمیت او تنفیذ، د غصب او فساد مخنیوی او د ټولو خلکو د سر او مال د ساتنې بشپړ ملاتړ وي.
غني زياته کړه چې اقتصادي وده او پراختیا او د لوږې له منځه وړل ټولو ملي وجیبه ده او راتلونکی کال به  د اسلامي عقیدي او ملي ارزښتونو په اساس په سیاست او اقتصاد کې د ښځو رول او ونډه زیاته شي.
ده وويل چې ۱۳۹۷ لمریز کال د پوهنې کال نومول شوی چې سږکال کې به د پوهنې برخه کې هر اړخیز اصلاحات راشي.
 هغه له خلکو وغوښتل چې د پوهنې برخه کې د اصلاحاتو د بهیر ملاتړ وکړي.
هغه د سولې په اړه وویل چې د خلکو ټول اقشار په دې اړه اجماع لري: (( ځکه زموږ موخه د باعزته او هر اړخیزې سولې تامین دی، د سولې په برخه کې ستونزې شته، اما دا به د دې لامل نشي چې شاته وګرځو.))
 هغه په ټینګار وویل، جنګ د حل لاره نه ده او څوک چې جنګ ته ادامه ورکړي د ملت له جدي ارادې سره به مخ شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.