جمعه, ۳۱ وری ۱۴۰۳

ناټو: د ټاکنو په امنيت کې له افغان حکومت سره مرسته کوو

06 غويی 1397

بروکسل (۶ غويى ٩٧): د ناټو سرمنشي وايي چې دوى به د راتلونکو ټاکنو د امنيت ساتلو په برخه کې له افغان حکومت سره مرسته کوي.
سرمنشي جینز سټولټینبیرګ دغه څرګندونې نن (د غویي ۶مه) د بلجیم په مرکز بروکسل کې د ناټو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو تر غونډې مخکې په يوه خبري غونډه کې وکړې.
ټاکل شوې ده چې دا غونډه سبا ترسره شي.
د ناټو سرمنشي وویل، ‌طالبان نه شي کولای د جګړې په ډګر کې بریالی شي، نو په کار ده ورته چې د سولې په برخه کی د ولسمشر غني له قید او شرط پرته وړاندیز ومني.
هغه زياته کړه چې د ناټو سرمشریزه د روان میلادي کال د جولای میاشتې په لومړیو کې په بروکسل کې جوړېږي.
د نوموړي په وينا، په دې سرمشریزه کې له افغانستان سره پر سیاسي، مالي او پوځي ملاتړ هم خبرې کېږي.
د ناټو سرمنشي د افغانستان د راتلونکو ټاکنو په اړه وویل چې د ټاکنو د امنیت تامین د دوی دنده نه ده خو د ټاکنو د امنیت د تامین او مالي برخو کې له افغان حکومت سره مرسته کوي.
ټاکل شوې ده سبا (د غويي ۷مه) د  ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه په بروکسل کې جوړه شي.
په دې غونډه کې د افغانستان د امنيتي ځواکونو پر دوامداره همکارۍ او د سولې پر پروسې د بحث تر څنګ به په افغانستان کې د ناټو د روزنې غوڅ ملاتړ ماموريت هم و ارزول شي.
دوى به د افغانستان له ملي ځواکونو سره خپلو مرستو ته تر هغو دوام ورکړي څو دوى له نړيوالو ترهګرو سره سمه مقابله وکړاى شي.
د یادونې ده، په دې غونډه کې به په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن او ملکي استازي کورنيليوز زميرمان هم ګډون وکړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.