پنجشنبه, ۰۶ غويی ۱۴۰۳

افغانستان او پاکستان د شوو هوکړو پر عملي کېدو خبرې وکړې 

06 غويی 1397

کابل (۶ غويی ۹۷): د ملي امنيت سلاکار له خپل پاکستاني سيال سره د دواړو هېوادونو تر منځ د شوو هوکړه ليکونو د عملي کېدو په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند او د ستراتيژيکو اړيکو مشر قادرشاه نن وويل چې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د روسيې په سوچي ښار کې د لوړپوړو امنيتي چارواکو د ناستې په څنډه کې د پاکستان د ملي امنيت له سلاکار جنرال ناصر جنجوعه سره وکتل.
نوموړي زياته کړه چې دواړو لورو په دې ليدنه کې کابل ته د پاکستان د لومړي وزير د سفر پر مهال د اووه ګونو پرنسيپونو په اړه هر اړخيزه خبرې وکړې چې په اړه يې هوکړه شوې وه.
حنيف اتمر په دې ليدنه کې ټينګار وکړ چې د هوکړو او پرنسيپونو د عملي کېدو لپاره دې يو عملي پلان جوړ شي څو ټول اصول يې پر ټاکلي وخت عملي جنبه پيدا کړي.
د قادرشاه په وينا، د ملي امنيت سلاکار دغه راز وويل چې د حکومتونو تر منځ باور هغه مهال رامنځته کېدای شي چې د خبرو تر څنګ عملي ګامونه هم پورته شي.
د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ناصر جنجو عه د حنيف اتمر له وړانديزونو هرکلی وکړ او په دې برخه کې يې د عملي ګامونو پورته کولو په اړه ډاډ ورکړ.
هغه پرنسيپونه چې په اړه يې کابل ته د پاکستان د لومړي وزير د سفر پر مهال دواړو لورو هوکړه کړې وه په لاندې ډول دي:
۱- پاکستان به د افغانستان په رهبرۍ او مالکيت د سولې له بهيره ملاتړ کوي.
۲- دواړه هېوادونه به د جګړه مارو او هغو کسانو پر ضد اغېزمن ګامونه پورته کوي چې دواړو هېوادونو ته امنيتي ګواښونه پېښوي.
۳- دواړه هېوادونه ژمنه کوي چې هېڅ هېواد، شبکې، ډلې يا کس ته اجازه نه ورکوي چې د دوی له قلمروه د دغو دواړو هېوادونو د دولتونو پر ضد فعاليتونه وکړي.
۴- دواړه هېوادونه به د شوو هوکړو د عملي کېدو په موخه د ارزونې، همغږۍ او ارتباطي افسرانو له لارې د تاييد لپاره مکانيزم جوړوي.
۵- دواړه هېوادونه ژمنه کوي چې د يو او بل پر هوايي او ځمکني حريم به تېری نه کوي.
۶- دواړه هېوادونه به د يو او بل له ملامتولو ډډه کوي او پر ځای به يې د اختلافونو د حل او د متقابلو اندېښنو لرې کولو لپاره د سولې او پيوستون لپاره د افغانستان- پاکستان د عمل پلان په چوکاټ کې د همکارۍ له ميکانيزمونو کار اخلي.
۷- دواړه هېوادونه به د پورته ذکر شوو حمايوي اصولو، پيستون او سولې لپاره د افغانستان-پاکستان د عمل پلان د تطبيق په موخه د عمل پلان په پام کې نيولو سره مکانيزمونه او کاري ډلې جوړوي .

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.