شنبه, ۰۱ غويی ۱۴۰۳

د کندهار خبریالانو د طالبانو او حکومت د خبرونو نه خپرولو پرېکړه وکړه

06 غويی 1397

کندهار (۶ غویی ۹۷): د کندهار خبریالان وايي، تر هغه طالبانو او حکومت ته منسوب خبرونه نه خپروي چې د عبدالمنان ارغند وژونکي نیول شوي نه وي او د خبریالانو د ژوند د خوندیتوب ډاډ نه وي ورکړل شوی.
عبدالمنان ارغند له کابل نیوز خصوصي ټلوېزیون سره کار کاوه چې تېره ورځ سهار له کور څخه دندې ته د تلو پر مهال د کندهار ښار د ۹مې امنیتي حوزې اړوند یارانه مارکېټ ته نژدې د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شو.
کندهار مېشتو خبریالانو د دې پېښې په غبرګون کې بېړنۍ غونډه وکړه او د منان ارغند وژنه یې په سختو ټکو وغندله.
د کندهار لپاره د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) مسوول سمېع غیرتمل وویل، په دې وروستیو کې نه یوازې خبریالان معلوماتو د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، بلکې سپکاوی یې کېږي، ژوند یې له ګواښ سره مخ کېږي او ان وژل کېږي.
هغه د منان ارغند وژنه یوه دردناکه پېښه وبلله او زیاته یې کړه چې د خبریال وژل د ولس د غږ او د بیان د ازادۍ وژنه ده.
دی وايي، کلونه کېږي چې لا هم ښکېلو غاړو په ټولنه کې د خبریال مقام او موقف نه دی پېژندلی او د خپلو اهدافو لپاره یې ان له ژونده بې برخې کوي.
نوموړي امنیتي ارګانونه پړه وګڼل چې د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې پاتې راغلي دي.
د ده په خبره، د خبریالانو لپاره دا حالت نور د زغملو نه دی او په ګډه يې پرېکړه وکړه چې تر هغه به طالبانو او حکومت ته منسوب خبرونه نه خپروي چې د ارغند وژونکي نیول شوي نه وي او په ټوله کې د خبریالانو ژوند خوندی شوی نه وي.
د کندهار پریس کلب مسوول جاوېد احمد تنویر وویل، ارواښاد ارغند او په ټولیزه توګه کندهار مېشتو خبریالانو کله هم له اصولو پښه نه ده اړولې او تل یې په بې پرې توګه د ژورنالیزم له قوانینو سره سم دنده تر سره کړي.
خو ده خواشیني وښوده چې بیا هم د خبریالانو ژوند ته پام نه کېږي، بلکې تهدیدېږي او وژل کېږي.
نوموړي له حکومته وغوښتل چې د ارغند وژونکي ونیسي او قانون ته یې وسپاري او دغه راز دې په دې ولایت کې د مېشتو خبریالانو ژوند خوندي کړي.
هغه د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې خبریالانو د خپلو اهدافو قرباني نه کړي او موقف ته یې درناوی وکړي.
د غونډې نورو برخه والو خبریالانو هم په ورته توګه پر پېښه ژوره خواشیني وښودله او د طالبانو او حکومت اړوندو خبرونو خپرول یې تحریم کړل.
د عبدالمنان ارغند له وژل کېدو ۲۴ ساعتونه تېرېږي خو تر اوسه یې کومې ډلې د وژل کېدو مسوولیت نه دی منلی خو د هغه د کورنۍ غړي وايي چې وسله والو طالبانو ورته څو ځلې د وژلو ګواښ کړی و.
خو په خپله وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
بلخوا د کندهار امنیه قومنداني خبر ورکوي چې د ارغند د وژلو په تړاو یې درې تنه نیولي چې پوښتنې ورڅخه پیل شوي دي، خو په دې اړه یې ډېر جزیات نه دي ورکړي.
د ولسمشر، اجراییه رییس په ګډون د هېواد په کچه د ژورنالیستانو د حقونو د دفاع ټولنو د منان ارغند وژنه غندلې او د هغه د قاتلینو د نیول کېدو تر څنګ یې د خبریالانو د خوندیتوب او مصوونیت غوښتنه کړې ده.
عبدالمنان ارغند د مولوي سردار محمد فيضاني زوی په ۱۳۶۲ لمريز کال د کندهار د ژیړۍ ولسوالۍ د پاشمول په کلي کې زېږېدلی و.
هغه د کندهار ښار له ظاهر شاهي عالي ليسې څخه په ۱۳۸۸ لمريز کال کې فارغ شوی و او په دې ورستیو کې یې د کندهار په یوه خصوصي پوهنتون کې زده کړې کولې.
ارغند له تېري څه باندې يوې لسيزې راهيسې د کندهار په رسنيز ډګر کېد خبریال په توګه کار کاوه له کابل نیوز ټلوېزیون سره یې رسمي دنده لرله.
هغه یوه مېرمن، یوه لور او دوه زامن تر شا پرېښودل.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.