پل علم (٦ غويى ٩٧) : د لوګر مرستيال والي د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې له دوو ساتونکو سره وژل شوى دى.
د لوګر د ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي د غويي په ٦مه وويل چې دا پېښه نن له غرمې وروسته د محمد اغې ولسوالۍ د واغجان په بازار کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې مرستيال والي قمر دين شکېب په خپل موټر کې له دندې وروسته کابل ته روان و چې په ياده سيمه کې طالبان ورته په کمين کې ناست و.
دى وايي چې په دغه بريد کې مرستيال والي له دوو ساتونکو سره وژل شوى او د والي وياند سليم صالح ټپي شوى دى.
د زبير په نوم د واغجان بازار يوه اوسېدونکي وويل چې وسله والو پر يوه دولتي سپين هايلکيس موټر بريدکړى او درې تنه يې وژلي دي.
د هغه په وينا، وروسته پوليس راغلل ، مړي او ټپيان يې ولېږدول.
وسله والو طالبانو ددې بريد مسووليت په غاړه اخيستى دى، دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پرون په ټول افغانستان کې د الخندق په نوم نوي پسرلني عمليات پيل کړي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې پرون يې په ټول هېواد کې تر ١٣٠ زيات بريدونه کړي او لسګونه دولتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د لوګر مرستيال والي له دوو ساتونکو سره وژل شوی
خپل نظر ورکړئ
Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.