پنجشنبه, ۰۶ غويی ۱۴۰۳

ژوند مې وپېژنده | نورمحمدثاقب

کله مې چې د ژوند څو پړاونه تېر شول نو ژوند مې وکوت او ومې وپېژنده. ژوند ډیر جالب دی. هره شېبه یې خوږه او زیارغوښتونکي ده. هر ځله به فکر کوې، چې دا به زما لپاره د غوښتنو، پرمختګونو، کوښښونواو تکلیفونو پای وي او بس نو راحت به کینم. خو نه! که د عمر ډیر کالونه ولرې بیا هم ژوند کول دوامداره زیار، پرمختګ او نوي بدلونونه د انسان پر وړاندې اچوي او مجبوروي یې چې همېشه کارکول، پرمختګ کول جاري وساتي.
تر ټولو راحت کوونکی او پرمختللی ژوند د انسان لپاره هغه دی، چې د وخت په هره شېبه کې د یوه ارزښت ترلاسه کولو لپاره غور او سنجش وکړي. زیار او کار ترسره کړي. د انسان د مصروفیت په ساحه کې نوی او پرمختللی بدلون رامنځ ته کړي. ځکه که د نړۍ هر څومره پرمختګونه وګورو پرته د ژوند د سختیو له تېرولو څخه نه دي رامنځ ته شوي.
که صحتمند یې ژوند خوږ دی، که په ګېډه موړ او په بدن پټ یې، ژوند خوږ دی، که عالم یې، ژوند خوږ دی. که زیارکښ يې، ژوند خوږ دی. خو که ناخوندي یې، ژوند تریخ دی. که ناپوه یې، ژوند تریخ دی. که وږی یې، ژوند تریخ دی. که فساد وي، ژوند تریخ دی. که بې اتفاقي وي، ژوند تریخ دی او که د ژوند تېرولو لپاره هدف، پلان او تصمیم نه وي نو ژوند تریخ دی.
ما مې ژوند داسې وپېژنده، چې:
د ژوند کولو لپاره، په ژوند کې د راحت کولو او کامیابۍ راوړلو لپاره او په ژوند کې د بدبختیو له منځه وړلو لپاره ژاړه او فریاد کول او لاس تر ځني کېنستل غوره لار نه ده بلکې د ژوند منظم تېرولو لپاره دوامداره اهداف ټاکل، د پلانونو او پالیسیو جوړول او د تطبیق لپاره یې هره شېبه فکر کول او زیار ایستل غوره نمونه ده.
که خپل ژوند ته دې پام شي تل به یې د پر له پسې غوښتنو لړۍ جاري ساتلي وي او نوي لاسته راوړنې به لټوي. خو ژوند که د کاري فکر سره پرمخ ځي نو بریالی دی. انسان ته په ژوند کې د علم، د غوره لارو او طریقو جذبوونکی کیدل ضروري دي ځکه چې ژوند آسانه او هنري کوي. د نظر خاوندانو دا خبره خوږه ده، چې وايي “ ژوند لوی نعمت او بهترین ارزښت دی”.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.