پنجشنبه, ۰۶ غويی ۱۴۰۳

ولې ښځې او نارینه بېلا بېلې اقتصادي پرېکړې کوي؟/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

څو کاله مخکې په افغانستان کې د ګوتو په شمېر ښځو لوی کار و بارونه کول او په ځینو برخو کې یې پانګونې کړې وي، په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې له ډېرې مودې راهيسې ښځې هم د نارينه وو په څېر لويې سوداګرۍ او پانګونې لري. اوس تازه د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ خونې ويلي، د تېرو کلونو په پرتله په اقتصاد او سوداګرۍ کې د ښځو ونډه د پام وړ زیاته شوې ده. سوداګرې ښځې پر دې باور دي چې که افغان دولت د ښځینه قشر مالي او تخنیکي ملاتړ وکړي، د ښځو د ژوندانه کچه به لوړه او د هېواد اقتصاد به هم وده ور سره وکړي.
په تېره یوه نیمه لسیزه کې افغان مېرمنو د ځینو نورو پرمختګونو تر څنګ د اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې هم کار پيل کړی او پرمختګونه یې کړي دي.
سره له دې چې افغان مېرمنې د ټولنیز ژوند په بېلابېلو برخو کې له ستونزو او ننګونو سره مخامخ دي، خو بیا هم دوی توانېدلې دي چې په تېرو څو کلونو کې د افغانستان د اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
په راپورونو کې ويل کېږي چې په امریکا کې ښځې نږدې د پنځو ټرېلیونو ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ چارې پر مخ وړي. د شمېرو له مخې نن سبا په ټوله نړۍ کې د شرکتونو ۵۱ سلنه کارونه ښځې پر مخ وړي چې د نارینه وو په پرتله یې د کاري بوختیاوو کچه دوه سلنه لوړه ښودل شوې ده.
کله چې خبره د پانګونې او اقتصادي پرېکړو راځي، نو ټول هڅه کوي، په داسې څه پانګونه وکړي چې ګټه یې ډېره او د زيان خطر یې کم وي، هغه که نارینه وي او یا هم ښځې؛ خو تازه څېړنو دا ثابته کړې ده چې په سوداګریزو پرېکړو او پانګونه کې جنسیت مهم رول او اغېز لري. جنسیت ته په کتو سره د مغز اناتومیکي توپیرونه کولی شي د اقتصادي مسایلو د پرېکړې پر مهال د ښځې او نارینه رول بېل کړي.
په دې لیکنه کې مو د پانګونې او لویو سوداګریزو پرېکړو پر مهال د ښځو او نارینه وو پر رول بحث کړی دی.
څېړنو ثابته کړې چې جنسیت ته په کتو د انسان د مغز درې برخې له یو بل سره خورا ډېر توپیر لري چې دغه توپیرونه کولی شي د پانګونې او لویو اقتصادي مسایلو په اړه د پرېکړو کولو ځواک هم کم او زیات کړي. د مغز لومړۍ ناحیه د امېګډال په نوم یادېږي چې په ورځني ډول د اقتصادي مسایلو په اړه د پرېکړې، تحلیل او تجزیې دنده پر غاړه لري. دغه برخه د نارینه وو په پرتله په ښځو کې لویه ده او څومره چې دغه برخه لویه وي، په هماغه اندازه لږ خطر قبلوي.
نو له دې ښکاري چې نارینه په کار و بار کې ډېر خطر قبلوي او د ښځو په پرتله ډېرې سوداګریزې معاملې کوي. یوې څېړنې ثابته کړې ده چې نارینه د ښځو په پرتله ۴۵ سلنه ډېرې سوداګريزې معاملې کوي؛ په داسې حال کې چې ګټه یې پکې۲،۷ سلنه وي.
اوس په سوداګریزو معاملو کې د ښځو د خطر منلو موضوع ته راځو!
ښځې په ټوله کې د خپلې سوداګرۍ لپاره داسې موخې ټاکي چې خطر یې کم او ګټه یې زیاته وي. ځکه دوی په هېڅ ډول د لویو خطرونو له منلو سره ځان نه عادت کوي. په اصل کې همدا کم خطر منل په دې مانا دي چې ښځې نه غواړي په یو وار ډېره ګټه تر لاسه کړي. ښځې يوازې خپله ۴۰ سلنه پانګه پر نويو پروژو لګوي، له همدې کبله يې له زيانونو سره د مخ کېدو او ګټې وټې کچه ټيټه ده. څېړونکي ټينګار کوي چې د سوداګرۍ د ودې او پرمختګ لپاره بايد په پانګونه کې بدلونونه راوستل شي او د ځوانۍ د مهال پانګونې بايد د زړښت د مهال له پانګونو توپير ولري. په دې مانا چې د وخت په تېرېدو سره بايد د پانګونې ډول هم ښه شي.
څېړنو دا هم ثابته کړې ده چې نارینه د مالي سلاکارانو پر لرلو سربېره هم د لویوخطرونو د منلو هڅه کوي، خو ښځې بیا داسې موخې ټاکي چې خطر پکې له حده کم وي. NAB مالي شرکت د خپلو ۱۰۰ زرو پېرودونکو مالي رېسکونه مطالعه کړي دي. د مطالعې پایلو یې ښودلې ده چې ښځې په هېڅ ډول نه غواړي چې په سوداګریزو راکړو ورکړو کې دې تاوان وکړي او د هغوی له اصلي پانګې دې یوه روپۍ هم کمه شي.
د مغز دویمه ناحیه چې د انسان حساسيتونه تنظيموي، هم په ښځو کې تر نارينه وو لویه ده. له دې ښکاري چې ښځې په هر ډول مسایلو کې تر نارینه وو ډېرې حساسې دي؛ ځکه که په يو ګام کې لږ خطر هم حس کړي، ښايي بل ګام پورته نه کړي په داسې حال کې چې نارينه بيا داسې نه دي او ان د سر په بيه هم د خطر قبلولو ته زړونه ښه کوي.
د بېلګې په توګه، که ښځې په یوه سوداګريزه معامله کې ۲۵سلنه زیان وکړي نو ښايي بيا دا ډول معاملې ته زړه ښه نه کړي، خو نارینه سملاسي دویمه پرېکړه کوي او خطر مني، ځکه فکر کوي چې ښايي خپله لومړنۍ تېروتنه جبران کړي.
نارینه تر ډېره هڅه کوي چې په سوداګرۍ کې ځان له سیالانو سره سیال او یا هم په دې برخه کې له هغوی مخکې کړي، خو ښځې بیا د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د ځان لپاره ثابت لیدلوری لري او غواړي په خپله لاره لاړې شي، که امکان ولري ډېره ګټه وکړي خو خطر بېخي نه مني. دا سمه ده چې ډېرې پیسې ګټل یې خوښ دي، خو غواړي د وخت په تېرېدو سره دغه لاره ووهي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.