جمعه, ۳۱ وری ۱۴۰۳

که غواړئ چې ورځ مو ښکلې وي، له خوبه وختي پاڅېږئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي
که غواړی چې خوښ ژوند ولری، که غواړی چې د ژوند هره لحظه مو په خوښۍ تېره شي، نو خپل کار مو په پوره مینه او صداقت سره ترسره کړئ.په کاري چاپېریال کې د خوښ اوسېدو لپاره له خپلې دندې سره مینه د ټولو په سر کې راځي؛ که مو له خپلې دندې سره مینه او علاقه درلوده، نو په کاري چاپېریال کې درته ژوند کول ډېره اسانه خبره ده. له خپلې دندې څخه کرکه به درته ژوند ورځ تر بلې سخت کړي او په همدې ډول په خوښیو کې به هم د کمي احساس وکړی. سهار وختي له خوبه پاڅېدل د دې لامل ګرځي چې تاسو د ورځې په اوږدو کې خپلو کارونو ته په اسانۍ سره ورسېدای شی، د بېلګې په ډول تاسو کولای شی چې له سکوته په یوه ډک سهار کې په داسې حال کې چې د کورنۍ غړي مو لا نه دي پاڅېدلي اودس، لمونځ، تلاوت او څو ورزشي حرکتونه وکړئ او دغه راز څو ژور نفسونه واخلئ او په پوره ارامۍ سره مو سهارنۍ وخورئ. له خوبه سهار وختي پاڅېدل دا ګټه هم لري چې په ځانګړي وخت کې د یوه الهام بښونکي کتاب څو صفحې مطالعه کړی او یا هم له خپلې مېرمنې سره څو د مینې خبرې وکړی، نو په همدې سره به مو ټوله ورځ ښکلې وي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.