جمعه, ۱۰ وری ۱۴۰۳

هڅه وکړئ چې خلاق و اوسی

ژباړه: حمیدالله حمیدي
تاسو حق نه لری چې تل په یو ډول او تکراري بڼه ژوند وکړی. تل موخه لرونکي اوسی او هره ورځ په دې اړه فکر وکړی چې څنګه کولای شی په خپل ژوند کې بدلون راولی. د ښه کېدو پر لور ګام پورته کړئ، د ځان لپاره یو هوسا او په زړه پورې چاپېریال برابر کړئ او په خوښۍ سره  پکې ژوند وکړئ.
که داسې وي چې دېرش کاله تاسو په یوه اداره کې کار وکړی او هر سهار د دفتر په موټر کې کار ځای ته ولاړ شی او بېګا بیا د په همغه موټر کې کور ته را وګرځی او په همدې یو ډول مو دا دېرش کاله تېرشي، کېدای شي دغه حالت ستاسو پر مغز منفي تاثیر وکړي او تاسو له هر ډول نوښت او خلاقیت څخه لرې وساتي.
له دندې تر وزګارېدو وروسته کولای شئ چې له خپل بل همکار سره پارک ته ولاړ شئ او یا هم کله کله یوه شپه د خپلو خپلوانو کورونو ته ولاړ شئ. یا هم دې ته ورته نور کارونه چې په ذهن کې مو کرځي تر سره یې کړئ. خلاصه دا چې کارمو په داسې بڼه  تر سره کړئ، څو ژوند درته یو نواخته او یو ډول نه وي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.