جمعه, ۳۱ وری ۱۴۰۳

د غوره شخصیت جوړیدلو ۱۰ اړینې لارې چارې

۱) غوره اوریدونکی شه
Jacqueline Kennedy Onassis ددې له امله ښکلی میرمن پیژندل شوې چې نوموړې د ښې اوریدونکې خاصیت درلود، د غوره شخصیت جوړیدو لپاره اړینه ده چې تاسې یو ښه اوریدونکی ووسئ که چیرته تاسې یو چاته ارزښت ورکوئ طبعاٌ عکس العمل به یې هم همداسې وي.
۲) زیاته مطالعه ستاسې مینوال زیاتوي
ښکاره ده چې په یوه رسمي او غیر رسمي ناستو کې کوم څوک چې په خبرو کې ښه دلایل وړاندې کوي همغه شخص بیا په ډیرې اسانۍ ځان د خلکو په زړونو کې اچوي. تاسې هم هڅه وکړئ چې هر وخت زیاته مطالعه وکړئ دا چاره به ستاسې لپاره ددې سبب شي چې تاسې به په دیرۍ اسانۍ د خلکو په زړونو کې ځای پیدا کړئ.
۳) تل هڅه وکړئ چې خوش صحبه ووسئ
د انسان په وجود کې نغښتی ده چې تل غواړي خوښ ووسي، که څه هم خپګان د ژوند یوه برخه ده او باید د راتلو په وخت کې یې زغم ولرو، خو ددې لپاره چې تاسې تل خلک خوښ کړي اړینه ده چې تاسې باید داسې مناسب مؤدبانه الفاظ وکاروئ چې هغه زیات د خلکو خوښیږي. بله دا ضروري نده چې په هر مجلس کې دې تاسې خبرې وکړئ. خبرې وکړئ مګر د خپلې پوهې مطابق.
۴) له خلکو سره خپل نظر شریک کړئ
که چیرې تاسې له داسې خلکو سره مخ شئ چې ستاسې په خبرو کې درته هیڅ نظر نه وړاندې کوي او هیڅ عکس العمل نه لري ستاسې احساس به څه وي؟
ښکاره ده چې تاسې به ورڅخه ستړي کیږئ. نو ددې لپاره تاسې هم هڅه وکړئ چې خلکو ته ددوي د خبرو موضوعاتو اړوند خپل سالم نظر وړاندې کړئ. او ددې تر څنګ هڅه وکړئ چې خپل اخلاق مو ټولنیز ګړئ دا به ددې لامل شي چې تاسې سره به د مختلفو فکرونو خلک مینه وکړي.
۵) هڅه وکړئ چې له مختلفو خلکو سره ووینئ
د بیلابیلو فکرونو، کلتورونو درلودونکو خلکو سره ناسته به ددې لامل شي چې تاسې په د ډیرو خلکو د ژوند له اصولو سره بلد یاست. او د بیا ځل مخ کیدو په صورت کې به تاسې هیڅ ستونزه ونلرئ. ددې تر څنک له بیلابیلو خلکو سره ناسته ستاسې ټولنیز فکر ته پراختیا ورکوي، چې همدا بیا د خلکو سره په مخ کیدو سره ستاسې شخصیت لوړولی شي.
۶) پخپله یوه ښه بېلګه شئ
تاسې په خپل چاپیریال کې د ښه چلند بېلګه ووسئ. کله چې تاسې یوه چا د ښه چلند، ښه فعالیت نه متاثره کیږئ داسې نور خلک هم باید ستا له ښه چلند څخه متاثره شي. او دا هغه وخت شونې ده چې تاسې یوه قوي اراده، سپیڅلتوب او ښه چلند ولرئ. مهمه نده چې تاسې ټکي په ټکې د نورو چلند کاپي کړئ بلکې اړینه دا ده چې تاسې باید پخپله یوه بېلګه ووسئ.
۷) مثبت فکره ولیږدوی
هر انسان غواړي چې تل ښه واوري، انسانان له بدو نظریو او آندو ویره او کرکه لري. نو تاسې هم هڅه وکړئ چې خلکو ته ښه افکار ورکړئ د یوې موضوع اړوند له لنډ فکر کولو وروسته ورته ښه مثبته نظریه ورکړئ. ددې مقالې لیکوال یو مثال وړاندې کړی چې مثبت فکر درلودونکي اشخاص داسې دي لکه په یوه اطاق کې د برښنا څراغ چې په په راتلو سره تیاره ورکوي او خلک خوښ ساتي.
۸) خندونکي او خوښي ورکونکي شئ
تاسې تل هڅه وکړئ چې خوښي ورکونکي شئ. او نور انسانان هم دداسې انسانانو ناسته ولاړه خوښوي کوم چې تل په خوله خندانه وي. او په ډیره مینه روغبړ کوي او ښه راغلاست درته وايي، تاسې هم هڅه وکړئ چې په خپلو خبرو کې تل خوښي نورو ته انتقال کړئ نه غم او منفي خبرې.
۹) هڅونکی شه
لیکوال په دې ځای ډیره ښه څه ته اشاره کړې وايي؛ تل نور د ښو فعالیتونو په موخه وهڅوی. که چیرته تاسې د یو چا د چارو په هدف نظر ورکوئ او همغه چاره مناسبه وي نو تاسې ښه نظر ورکړئ. که چیرته نامناسبه وي هڅه وکړئ چې په داسې یوه دلیل قناعت ورکړئ چې مطلقاً رد نه وي او ورسره یې اسانه حل لاره هم موجود وي.
۱۰) صداقت او له خلکو سره ښه چلند وکړئ
ددې لپاره چې پر تاسې خلک باور وکړي اړینه ده چې تاسې باید سپیڅلي او صادق ووسئ. د یوه ښه شخصیت درلودونکي سره صداقت او رښتینولي اړینه ده. ددې تر څنګ هڅه وکړئ چې له خلکو سره ښه برخورد او ښه چلند ولرئ. ددې لپاره چې ستاسې احترام وشي اړینه ده چې تاسې د نورو وړ اشخاصو درناوی وکړئ.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.