دغه صفحه پرنټ کول

بنګله دېش د کرکټ د ١٩ کلنو نړيوال جام اتلولي وګټله

21 سلواغه 1398 چنار راډيو

کابل (٢١ سلواغه ٩٨): بنګله دېش په پاى لوبه کې هندوستان ته په ماتې ورکولو سره د ١٩ کلنو کرکټ نړيوال جام اتلولي وګټله.
د ١٩ کلنو کرکټ نړيوال جام سيالۍ چې د سوېلي افريقا په کوربه توب ترسره شوې، په کې د ١٦ هېوادونو لوبډلو برخه اخيستې وه.
د دې سياليو پايلوبې ته  دوو اسيايي هېوادونو هندوستان او بنګله دېش لاره موندلې وه چې پرون له غرمې وروسته ترسره شوه.
د پايلوبې پچه بنګله دېش وګټله او هندوستان ته يې د لومړۍ توپوهنې بلنه ورکړه، د هند لوبغاړو د بنګله دېش سمه مقابله ونه شوه کړاى او ټوله لوبډله يې په ١٧٧ منډو وسوځېده.
د بنګله دېش لوبغاړو د ياد هدف ترلاسه کولو لپاره که څه هم ښه پيل وکړ، خو په منځ کې يې څلور پنځه ژر وسوځېدل او تر فشار لاندې راغلل، خو د بنګله دېش لوبډلمشر اکبر علي تر اخره ښه مقابله وکړه او بريا يې خپله کړه.
باران په دې لوبه کې خنډ شو چې له امله يې د يو څو دقيقو لپاره لوبه ودرېده، وروسته لوبڅارانو د کرکټ د قانون له مخې، شپږ اورونه او اته منډې کمې کړې.
کله چې باران ودرېد، د بنګله دېش لوبډلې ياد هدف د اوو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه.
د بنګله دېش لوبډلمشر اکبر علي د دې پاى لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
افغانستان په دې سياليو کې اووم مقام خپل کړى دى.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)