دوشنبه, ۲۴ غويی ۱۴۰۳

غږیزې خپرونې

په دغه شپنۍ یو ساعته ژوندۍ خپرونه کې اوریدونکي د ټلفون له لارې په خپرونه کی ګډون کوي خپل او یا هم د نورو بېلابېلو شاعرانو شعرونه اوغزلونه دیکلومه کوي او په منځ منځ کې یې آرامې سندرې هم خپریږي.د سپوږمۍ غیږه هره شپه د چنار راډیو څخه په ژوندۍ بڼه خپریږی
په دغه یو ساعته ژوندۍ تفریحي خپرونه کې اوریدونکي د ټلېفون له لارې ګډون کوي او بېلابېل شعرونه،غزلونه، ټوکې ټکالې او نور تفریحي توکي خپریږی.رنګینې شیبې په اوونۍ کې درې ځله خپریږی
قانون او سمون – خپرونه کې په هېواد کې نافـذه قوانین تشرېح کېږي
په دغه یو ساعته ثبت خپرونه کې پر بېلابېلو سیاسي، اقتصادي او نورو ټولنیزو مسایلو په اړه د سیاست پوهانو او د نظر خاوندانو سره بحثونه خپریږی.کړکېچونه په اوونی کې یو ځل خپریږی
ښځه او نړۍ خپرونه په ټولنه کې د ښځو د ستونزو ، مسولیتونو ، وړتیاوو او نورو اړوندو مسایلو په اړه چمتو کیږي
په دغه یو ساعته ژوندۍ روغتیايي خپرونه کې د مختلفو ناروغیو د رامنځته کیدو پر لاملونو، درملنې او وقایې د اوریدونکو پوښتنې اوځوابونه په ژوندۍ بڼه له ډاکټر سره او نور طبي معلومات اوریدلی شی
په دې یو ساعته ادبي ژوندۍ خپرونه کې اورېدونکي د ټلفون او سکایپ له لارې په خپرونه کې ګډون کوي او خپل او یا هم د نورو شاعرانو له شعرونو او غزلونو څخه خوښ کړي غزل او شعرونه وایي
د زهرو جام نیم ساعته ثبت خپرونه کې د نشه یي توکو اړوند مطالب ، او له معتادینو،عامو خلکو او اړوندو حکومتي چارواکو سره خبرې اترې کیږي
په دغه ښوونیزه نیم ساعته ثبت خپرونه کې د علم او پوهې په ارزښتونو او د ښوونکو او زده کوونکو سره مرکې اوریدلی شی.بله ډېوه په اوونۍ کې یوځل خپریږی
په دغه نیم ساعته ماخوستنۍ ثبت خپرونه کې د شعرونو او غزلونو دیکلومه او ارامه موسیقي خپریږی.ترنګ او شرنګ په اوونۍ کې دوه ځلې خپریږی
په دې خپرونه کې د ټولنیزو شته ستونزو په اړه د سیمې له خلکو قومي مشرانو او دولتي مسوولو چارواکو سره خبرې کیږي او د حل لارې چارې یې په ګوته کیږي.ټولنیزې ستونزې او حل لارې د چنار راډیو ځانګړي خپرونه