شنبه, ۰۸ غويی ۱۴۰۳

ډاکتر عبدالله: هېڅ افغان نه غواړي چې د هېواد برخلیک یې له بهره وټاکل شي

08 وری 1398

کابل (٧ ورى ٩٨): د افغانستان اجرائیه رئیس وایي، د موقت حکومت جوړېدل د هېواد د هېڅ ستونزې لپاره د حل لار نه ده او افغانان له پاکستان او بل کوم هېواده دا تمه نه لري چې دغه ډول فرمايش ورکړي.
ډاکتر عبدالله عبدالله نن په یوه خبري ناسته کې وویل چې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان څرګندونې د افغانستان د هېڅ وګړي لپاره د منلو وړ نه دي او نه هم هېڅ افغان غواړي چې د دوى برخليک دې له بهره وټاکل شي.
ده زياته کړه، د افغانستان خلکو د ازادۍ او سولې لپاره ډېره قرباني ورکړې ده او دا د دوی حق دی چې خپل برخلیک په خپله وټاکي.
دى وايي: "د پاکستان حکومت هم باید دې پایلې ته رسېدلی وي او یا دې ورسېږي چې د افغانستان د برخليک ټاکل د افغانانو په خپل لاس کې دى."
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وړمه ورځ د دویم ځل لپاره په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو د غوښتنې تر څنګ پر افغان حکومت نیوکې کړې وې چې د سولې پروسه کې خنډونه را ولاړوي.
دغه راز د اجرائیه ریاست د لومړي مرستيال انجنیر محمد خان له دفتره په رالېږل شوي خبرپاڼه کې د ده له قوله راغلي چې د موقت حکومت د جوړېدو په اړه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان وروستۍ څرګندونې نامسووله او د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده.
د ده په خبره، افغان حکومت له څو کلونو راهيسې په ټول توان سره د سولې هڅې کوي، د سولې پر وړاندې یې تل دروازې پرانیستې دي او هېڅکله به هم د سولې پر وړاندې چې د خلکو مهمه اړتيا او غوښتنه ده ونه درېږي.
هغه زياته کړې، دغه ډول نامسووله څرګندونې چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د بې اعتبارۍ او کشمکش سبب ګرځي، غندي او په سیمه او نړۍ کې ملي حاکمیت ته په درناوي د همکارۍ او دوستۍ په فضا کې په رغنده اړیکو ټینګار کوو.
له دې مخکې د  افغانستان نورو سیاسي مشرانو، لکه مخکني ولسمشر حامد کرزي او د سولې او اعتدال ټاکنيز ټیم مشر حنیف اتمر د عمران خان د څرګندونو په اړه کلک غبرګونونه ښودلي او دا څرګندونې یې په افغان چارو کې لاسوهنه بللې وه.
دغه راز د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد د عمران خان څرګندونې رغنده نه دي بللې او هم په افغانستان کې د امريکا سفير د عمران خان څرګندونو ته په اشارې سره ويلي چې د کرکټ ځيني اصول په ډيپلوماسۍ کې کار نه کوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.