دوشنبه, ۱۰ غويی ۱۴۰۳

نورستان کې د مصنوعي ځنګلونو د جوړولو هڅې پيل شوي

11 وری 1403 چنار راډيو

په نورستان ولایت کې د مصنوعي ځنګلونو او څړ ځایونو د جوړولو هڅې پيل شوې دي.

د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، د «اېف اې او» مرستندویه ادارې په فروش سیمه کې د مصنوعي ځنګلونو او څړ ځایونو د جوړولو چارې پيل کړي، چې په همدې موخه یې په دغه سیمه کې د اوبو دوه بندونه هم جوړ کړي.

د نورستان اوسېدونکي وايي، چې په خپله په ځينو سیمو کې د طبیعي ځنګلونو ساتنه کوي او له سرپرست حکومته یې غوښتنه هم داده چې د طبيعي ځنلګونو ساتنه او په ځینو سیمو کې مصنوعي ځنګلونه جوړ کړي. د نورستان مرستیال والي بیا ولس ته د طبیعي ځنګلونو د ساتنې ډاډ ورکوي او زیاتوي، چې د کرنې او مالدارۍ ریاست یې هڅه پيل کړې، چې په یو شمېر سیمو کې د مرستندویه ادارو پر مټ مصنوعي ځنګلونه جوړ کړي.

 

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.