دوشنبه, ۱۰ غويی ۱۴۰۳

له کابل ښاره تر اوسه څه باندې ۴۹ زره سوالګر ټول شوي

11 وری 1403 چنار راډيو

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وایي، تر دې دمه یې له کابل ښاره تر ۴۹ زره ډېر سوالګر ټول کړي دي.

 د دغه معینیت یوه چارواکي حسیب الله احمدي ویلي، چې تر دې دمه یې شاوخوا ۴۹۶۴۱ سوالګر ټول کړي. هغه ویلي، چې د دغو سوالګرو له ډلې ۱۴۹۳۲ یې ښځینه، ۲۲۷۲۵ یې نارینه او ۴۰۶۵ ماشومان وو. د دغو شمېرو له مخې، د سوالګرو لویه برخه ښځینه جوړوي.

د هغه په وینا، دغه سوالګر له راټولو وروسته ځانګړو کمېسیونونو ته ورپېژندل کېږي او له تثبیت وروسته دوی ته لازمې حرفوي زده‌کړې ورکول کېږي او ترڅنګ یې ورسره نورې مرستې هم کېږي. خو کابل ښاریان وایي، د دغې پروسې له پیل راهیسې لاتراوسه په پلازمینه کې د سوالګرو شمېر نه دی کم شوی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.