دافغانستان ١٩ کلنو لوبـډلې هندوستان ته په پنځمه يوه ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه

11 ليندی 1398 چنار راډيو

کابل (١٠ ليندۍ ٩٨) : د افغانستان د ١٩ کلنو کرکټ لوبډلې هندوستان ته په پنځمه يوه ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه، خوددې لوبو لړۍ هندوستان درې پر دوه لوبو وګټله.
د افغانستان کرکټ بورډ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دواړو هېوادونو د ۱۹ کلنو ځوانانو ترمنځ د پنځو يو ورځنيو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه پرون د هند د لکنو ښار لوبغالي کې وشوه.
سرچينې زياته کړې، دلوبې پچه هندۍ لوبډلې وګټله او توپوهنه يې غوره کړه. هند په ۴۹.۳ اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۷ منډې ترلاسه کړې .
د افغان لوبډلې له لوري نور احمد ۳، عابد محمدي او شفيق الله غفاري ۲-۲، عبدالرحمن رحماني او اصف موسی زي ۱-۱ لوبغاړي وسوځول.
په خبرپاڼه کې راغلي، افغان لوبډلې ياد هدف په ۴۷.۳ اوورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او بريا يې خپله کړه، له افغان لوري اصف موسی زي ۴۲، عمران مير ۳۱ او شفيق الله غفاري ۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه شفيق الله غفاري ته ورکړل شوه او د ددې لوبو د لړۍ د غوره لوبغاړي جايزه بیا د هندوستان مانو سوټهار ترلاسه کړه.
د يادولو ده چې د پنځه يو ورځنيو لوبو لړۍ کې ۳ لوبې هند او ۲ لوبې افغانستان وګټلې.
د ١٩ کلنو لوبډلې روزونکي رييس احمدزي وويل چې د هندوستان پياوړې لوبډله ده او له هغوى د دوو لوبو ګټل لويه لاسته راوړنه ده.
هغه زياته کړه چې له سترو هېوادونو سره د دا ډول لوبې ترسره کولو سره د لوبغاړو تجربې زياتې او د لوبې تخنيک يې ښه کېږي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.