د کرکټ نړيوال جام لپاره د افغانستان ١٩ کلنه لوبډله اعلان شوه

17 ليندی 1398

کابل (١٧ ليندۍ ٩٨) : د يوه ورځني کرکټ د نړيوال جام سياليو لپاره د افغانستان کرکټ بورډ ملي ١٩ کلنه لوبډله اعلان کړه.
د کرکټ بورډ له خوا دليندۍ په ١٧مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ١٩ کلنو لوبډلو نړيوال جام راتلونکې مياشت، د ۲۰۲۰ زېږديز کال د جنورۍ په مياشت کې په سوېلي افريقا هېواد کې پيلېږي.

سرچينې زياته کړې، د نړيوال جام سياليو لپاره په ټاکل شوې لوبډله کې لوبغاړي د دوی وړتياوو  ته په کتلو غوره شوي دي، تر څو د ۱۹ کلنو په راتلونکي نړيوال جام کې د افغانستان لپاره ښه وځلېږي او د هېواد لپاره وياړونه راوړي.
د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو ۱۵ کسيز نوملړ کې لاندې کسان شامل دي:
فرهان زاخېل (لوبډلمشر)، صديق اتل، رحمن الله ځدراڼ، ابراهيم ځدراڼ، اسحاق محمدي، نور احمد، شفيق الله غفاري، جمشېد مير علي خېل، عبدالرحمن، عابد تڼی، فضل حق، عمران مير، ظهېب زمانخېل، اصف موسی زی او عابد محمدي.
همدا راز سميع سالارزی، مجيد عالم، عارف خان، اسلام ځاځی او احسان مندوزی د احتياطي يا ريزرف لوبغاړو په توګه غوره شوي دي.
افغان لوبډله په ډي ګروپ کې شامله ده، چې په دغه ګروپ کې به د جنورۍ په ۱۷مه له سوېلي افريقا، د جنورۍ په ۲۲مه له متحده عربي اماراتو او د جنورۍ په ۲۴مه له کاناډا لوبډلې سره مخامخ شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.