انګلېنډ له لومړنۍ ماتې وروسته پرلپسې دوهمه بریا خپله کړه

30 مرغومی 1398 اکبر علي سمون

د انګلستان او کوربه جنوبي افریقا کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ د څلور ټېسټ سیالیو په دریمه لوبه کې میلمه انګلستان په یوه پاڼۍ او ۵۳ منډو بریا خپله کړه.
په دغه لوبه کې انګلستان د لوبې لومړی پاڼۍ کې د نهو لوبغاړو سوځیدو سره د بېن سټوکس ۱۲۰ او اولای پوپ ناسوځیدلیو ۱۳۵ منډو پر مټ ۴۹۹ منډې جوړې کړې؛ او سوت افریقا ته کېشو مهراج پنځه لوبغاړي وسوځول.
جنوبي افریقا د ۴۹۹ منډو په تعقیب د ډیکاک ۶۳ منډو پر مټ ۲۰۹ منډې جوړې کړې؛ او انګلستان ته ډم بېس پنځه او سټارټ براډ درې لوبغاړي وسوځول.
جنوبي افریقا ته یو ځل بیا د انګلېنډۍ لوبډلې له لوري د لومړی پاڼۍ قرض خلاصولو بلنه ورکړل شوه خو کوربه لوبډله یو ځل بیا پاتې راغله او ټوله لوبډله په ۲۳۷ منډو وسوځیده چې دا ځل ورته تر نورو ښه توپوهنه مهراج وکړه او ۷۱ منډې یې جوړې کړې.
انګلینډي لوبډلمشر جیو روټ چې پارټ ټایمر دې پدې سیالۍ کې څلور ویکټې واخیستې او مارک ووډ یې د دریو ویکټو په اخیستو سره ملتیه وکړه؛ چې په دې سره سیالي انګلستان په یو انېنګز او ۵۳ منډو وګټله.
اوولای پوپ د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
د څلور ټېسټ لوبو لوبلړۍ کې انګلستان دوه ـ یو مخکېوالی لري او وروستۍ لوبه به د روانې جنوارۍ میاشتې په ۲۴تمه نیټه د سوت افریقا په جهانزبرګ کې ترسره شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.