اسټراليا هم د ١٩ کلنو کرکټ نړيوال جام کې افغانستان ته ماتې ورکړه

14 سلواغه 1398 چنار راډيو

کابل (١٤ سلواغه ٩٨): د کرکټ د ١٩ کلنو نړيوال جام سياليو د دويم پړاو په يوه لوبه کې اسټراليا هم افغانستان ته ماتې ورکړه.
دا سيالۍ چې په سوېلي افريقا کې روانې دي چې په کې د نړۍ ١٦ لوبډلو برخه اخيستې وه، خو اتو لوبډلو دويم پړاو ته لاره موندلې وه.
د دويم پړاو په لومړۍ لوبه (کوارټر فاينل) کې پاکستان افغانستان ته ماتې ورکړه، خو د دويم پړاو په دويمه لوبه کې چې د شپږم مقام لپاره و، د افغانستان او اسټراليا ترمنځ سخته لوبه وشوه.
د دې لوبې پچه هم افغانستان وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه، د ١٩ کلنو ملي لوبډلې په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې یې د ٧  لوبغاړو په سوځېدو سره ١٩١ منډې جوړې کړې او اسټراليا ته يې د ١٩٢ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري لوبډلمشر فرهان زاخېل په زړه پورې لوبه وکړه او ٩١ ناسوځېدلې منډې يې جوړې کړې، دغه راز عبدالرحمن ٢٤، صديق الله اتل ١٩ او ابراهيم ځدراڼ ١٧ مندې جوړې کړې.
د اسټراليا لوبډلې ياد هدف په پنځوسم اوور کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله.
د افغانستان له خوا عبدالرحمن درې، جمشېد خان دوه او شفيق الله غفاري يو لوبغاړى وسوځول.
افغانستان به اوس د اووم مقام لپاره له  کوربه سوېلي افريقې سره لوبه کوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.