افغانستان د کرکټ په لومړۍ شل اووریزه لوبه کې ایرلینډ ته ماتې ورکړه

17 کب 1398 چنار راډيو

کابل (۱۶ کب ۹۸): افغانستان د کرکټ په لومړۍ شل اووریزه نړیواله لوبه کې ایرلینډ ته په ۱۱ منډو ماتې ورکړه.
د افغانستان په کوربه توب له ایرلینډ سره د درېیو شل اووریزو نړیوالو لوبو لړۍ نن د هندوستان په ګریټر نویډا نړیوال لوبغالي کې پیل شوه.
ددې لوبې پچه ایرلینډ وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، دایرلینډ لومړنیو لوبغاړو ډیره تیزه  پیل کړه او  په لومړیو شپږو اوورونو کې یې تر پنځوسو زیاتې منډې جوړې کړې.
خو کله چې راشد خان توپ اچونې ته راغی، نه یواځې د ایرلینډ لوبِغاړي یې وسوځول بلکې د تیزو منډو مخه یې هم ونیوله.
د ایرلینډ لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځیدلو سره ۱۷۲ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۱۷۳ منډو هدف ورکړ.
د ملي لوبډلې له لوري راشد خان درې، مجیب ځدراڼ او شاه پور ځدراڼ یو یو لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان لوبډلې د یاد هدف ترلاسه کولو لپاره تیزه لوبه پیل او په پنځواورونو کې یې پنځوس منډې جوړې کړې وې د رحمان الله ګربز او حضرت ځاځي تر سوځیدو وروسته اصغر افغان او کریم جنت هم وسوځیدل او ملي لوبډله تر قوي فشار لاندې راغله.
خو نجیب ځدراڼ  او سمیع الله شینواري مسوولانه لوبه وکړه او دافغانستان منډې یې تر ۱۳۰ پورې ورسولې، خو د شینواري سوځیدلو سره سم باران پیل شو او لوبه ودریدله، چې بیا پیل نه شو.
وروسته لوبڅارانو د کرکټ د باران د قانون له مخې افغانستان په ۱۱ منډو ګټونکی اعلان کړ.
راشد خان ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.