نوین الحق له نړیوالو یو ورځنیو لوبو سره مخه ښه کوي.

06 تله 1402 عصمت الله حلیم
Asmatullah Halim Asmatullah Halim

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ۲۴ کلن تېز بالر د زنګانه د ټپونو له امله اړ شوی چې له روان نړیوال جام وروسته نورې یو ورځنۍ لوبې ونه کړي

په هند کې د روان نړیوال یو ورځني جام لپاره د افغانستان په ۱۵ کسیزه لوبډله کې شامل لوبغاړی نوین الحق وایي دا به یې په یو ورځنیو لوبو کې وروستی ګډون وي.

نوین په خپلو خبرو کې ۲۴ کلن نوین الحق وویل چې د زنګانه د ټپ له امله د ډاکټرانو په سپارښتنه اړ شوی دی چې له دې وروسته یو ورځنۍ لوبې ونه کړي.

٬٬ سږ کال په انګلنډ کې د شل اووریز لیګ په ترڅ کې زما زنګون ټپي شو، د هغه له امله د افغانستان لپاره په اسیايي جام او تر هغه وړاندې له سرېلنکا او پاکستان سره په لوبلړیو کې ونه لوبېدم. نړیوال جام ته د بورډ، د غوراوي کمېټې د مشر او د لوبډلمشر په غوښتنه راغلی یم او غواړم دلته په وروستي ځل د خپل هېواد لپاره یو ورځنۍ لوبې وکړم.،،

 

په کابل کې زېږېدلی نوین الحق وایي په بنګلور کې د متخصصو ډاکټرانو سپارښتنه راته دا وه چې د زنګانه ټپونو ته په پام دې غوره دغه ده چې یو ورځنۍ او نورې فرسټ کلاس لوبې ونه کړم

نوین الحق وايي، "ډاکټرانو راته وویل چې که شل اووریزو لوبو ته پام واړوې شاید لوبیز ژوند دې دوام وکړي کنه نو پرله پسې عملیاتونه او تر میاشتو میاشتو استراحت به دې له لوبو لیرې ساتي."

دا ولې یې تر نړیوال جام یوه اوونۍ وړاندې له یو ورځنیو لوبو د لاس په سر کېدو خبره په داګه کړه، نوین وویل:

"غواړم له ټولو سره صادق واوسم، دا هم نه غواړم چې وروسته بیا خلک نور تورونه پوري کړي او زما خبره ونه مني چې د زنګانه د ټپ له امله دې دردونکې پرېکړې ته اړ شوی یم. ما ته د افغانستان د ملي لوبډلې کامیابي تر هر څه غوره ده او په ټیم کې یووالی غوره بولم، نه غواړم چې په ناسمو ګنګوسو خلک زما دا پرېکړه غلطه تعبیر کړي."

تر نړیوال جام وړاندې افغانستان دوې تمریني لوبې لري چې لومړۍ یې د جمعې په ورځ، د سپتمبر ۲۹ مه له سویلي افریقا سره او دویمه یې د اکتوبر په دریمه له سرېلنکا سره ده.

په نړیوال جام کې به افغانستن د اکتوبر په اوومه نېټه خپله لومړنۍ لوبه له بنګله دېش سره کوي.

په لومړي ځل په ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان لپاره په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې د نوین الحق ګډون هم له بنګله دېش سره په لوبه کې و.

 

د بنګله دېش په میرپور کې ۱۷ کلن نوین الحق په خپلو ۱۰ اوورونو کې ۶۲ منډې ورکړې او مشفقد الرحیم یې وسوځاوه.

له هغه وروسته نوین الحق شپږ نورې یو ورځنۍ لوبې وکړې چې تر ټولو غوره بالېنګ یې د ۴۲ منډو په بدل کې د څلورو کسانو سوځول وو.

نوین الحق د څه باندې ۲۵ په اوسط ۱۴ لوبغاړي تر اوسه په یو ورځنیو لوبو کې سوځولي دي.

نوین الحق د افغانستان د ۱۶ کلنو، ۱۹ کلنو، اې او ملي لوبډلو کې لوبېدلی دی.

د ده په لوبډلمشرۍ کې افغانستان د ۱۹ کلنو په سیالیو کې د اسیا جام وګاټه او په پایلوبه کې یې پاکستان ته ماته ورکړه.

نوین الحق د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې لومړنی لوبډلمشر و چې لوبډله یې په نړیوال جام کې تر نیمه پایلوبو ورسېده.

نوین الحق که څه هم تر ۱۴۰ کیلومتره في ساعت چټکتیا سره بالېنګ کولی شي خو تر ډېره خپل سرعت کموي او په لږه چټکتیا مخالف لوبغاړي ډېر غولوي.

د ځینو افغان مینه والو پر ده تل نقد دغه و چې سرعت یې لږ دی خو د ده د توپ اچولو همدې هنر د هند د مخکښ شل اووریز لیګ ای پي ایل په ګډون ډېرو هېوادونو کې پېرېدونکي لرلي دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.