ويسټ انډيز سره د افغانستان د کرکټ سياليو ارزونه

03 زمری 1396 چنار راډیو

کابل (٢٦ غبرګولى ٩٦) : د کرکټ لوبې يو شمېر کارپوهان د ويسټ انډيز پر وړاندې د افغان لوبډلې او ځېنو لوبغاړو پرلوبو نيوکه کوي، خو په ټوليزه توګه په يوه ورځنيو لوبو کې له ويسټ انډيز څخه يوه ورځنۍ لوبه ګټل لاسته راوړنه بولي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله  د لومړي ځل لپاره له ويسټ انډيز سره د شل اووريزو او يوه ورځنيو نړيوالو لوبو لړۍ ترسره کولو په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ.
د ويسټ انډيز لوبډلې د شل اووريزو لوبو لپاره ډېره پياوړې لوبډله ټاکل شوې وه، چې د نړۍ هرې لوبډلې ته يې د ماتې ورکولو توان درلود او دغه راز يې وکولى شول، چې له افغانستان څخه د شل اووريزو لوبو لړۍ درې پر صفر وګړي.
د يو ورځنيو لوبو لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان د راشد خان د ښې لوبې له امله په ډېرې اسانۍ سره وګټله او د کرکټ څارونکي يې حيران کړل.
خو دويمه لوبه ويسټ انډيز وګټله ، درېيمه د باران له امله بې نتيجې پاتې شوه او دغه راز د يو ورځنيو لوبو کپ افغانستان ته ورکړل شو.

د کرکټ لوبې يو شمېر کارپوهان د ويسټ انډيز پر وړاندې دافغانستان د لوبډلې او ځېنو لوبغاړو پر کړنو او لوبو نيوکې کوي او ځېني يې بيا مثبتو ټکو ته هم اشاره کوي.
سپورتي خبريال او د کرکټ لوبې کارپوه جعفر هاند وايي، چې له ویسټ انډیز سره د افغانستان د لوبو دا لړۍ د خپل ډول لومړنۍ وې. افغانستان او ویسټ انډیز تر دې مخکې کله هم داډول سیالۍ نه وې کړې.
هغه زياتوي، که د ویسټ‌انډیز او افغانستان تجربې پرتله شي، د مقایسې وړ نه دي‌او شاید د کرکټ‌ډېر مینوال بیا هم افغانستان ته شاباسی ووايي‌چې لږ تر لږه د یوې ورځنیو سیالیو لړۍ خو یې مساوي‌کړه.
هاند وايي، شاید افغانستان له دغو سیالیو څخه ډېر څه زده کړې وي،‌خو دا درس به یې ضرور اخیستی وي چې له پیاوړو لوبډلو سره لوبه له هانګ، اماراتو او د دویمې درجې ځینو نورو هېوادونو سره توپیر لري، قوي‌پلان،‌تجربه او حوصله غواړي.
ده زياته کړه، افغان لوبغاړو به دا هم زده کړې وې،‌چې له لویو ټیمونو سره د لوبو پر مهال باید ډېر تر فشار او تاثیر لاندې رانشي او هڅه دې وکړي چې خپله عادي لوبه دې وکړي. له ویسټ انډیز سره په دغو سیالیو کې پر افغان لوبغاړو یو ډول فشار محسوسېده.
د نوموړي په وينا : ((  د افغانستان بیټینګ یا د منډو جوړولو برخه بیا هم ښه ونه ځلېده او ډاډه یم چې روزونکی او د کرکټ بورډ چارواکي به دغه ټکي ته ډېر متوجه شوی وي. ))
هاند وايي، افغانستان په دغو سیالیو کې تر ډېره په دوه دریو لوبغاړو متکی و او نورو تجربه لروونکو لوبغاړو هاغسې چې تمه وه،‌خپله برخه لوبه ونشوه کړې.
د هغه په وينا، د افغانستان د بیټینګ ارډر غیر منظم و، په دې مانا چې ترتیب یې معلوم نه و چې کوم ځای د کوم لوبغاړي‌دی، هرې لوبې کې تقریبآ دا ترتیب بدلېده چې، دا په کرکټ کې یو غیر معمول کار دی او باید افغان روزونکي‌دغې برخې ته ډېر پام وکړي.
د کرکټ د لوبې مبصر او کارپوه ببرک عمر بيا پر لوبډلمشر اصغر ستانکزي نيوکه کوي، چې نه خپله ښه ولوبېده او نه يې لوبډله.
هغه پژواک اژانس ته وويل، اصغر ستانکزي په دریېو شل اوریزه لوبو کې د خپلې خوښې په پوزیشن ټول ۲۷ منډې جوړې کړې. په دوه یو ورځنیو لوبو کې يې ۱۳ منډې لاسته راوړې.
دى وايي، ستانکزى پرته له دې چې د یو لوبډلمشر مسولیت تر سره کړی وي ډېر غیر مسولانه لوبې يې هم تر سره کړې.
د نور علي ځدراڼ په اړه ببرک عمر واي، چې هغه تر فشار لاندې راځي، پياوړى لوبغاړى دى ، بايد نور کار پرې وشي.
هغه زياتوي، عثمان غني عثمان غني ته یوازې په لمړې شل اوریزه لوبه کې برخه ورکړه شوه چې له بده مرغه د اصغر له لوري رن اوټ شو او په دې بهانه له نورو لوبو وغورځول شو چې د لوبې په جریان کې ټپي شو.
عمر وړاندې وايي رحمت شاه رحمت شاه ته ټول ټیم په پرتله د ولس ډیره تمه کیدله او ټولو پرې حساب کولو خو بد بد بختانه د ولس هیلي پوره نکړې ډیر بې خونده لوبې يې وکړې.
د محمد نبي په اړه دى وايي، چې هغه د لوبډلې د ملا تير ګڼل کېږي، خو نوموړي هم ډېر غیر مسولانه لوبې وکړي ، هغه بايد پر خپلې توپوهنې ډېره پاملرنه وکړي.
د سمیع الله شینواري په اړه وايي، چې په شل اووريزو لوبو کې يې خونده نه وه، خو په يو ورځنيو سياليو کې يې نسبتاً ښه لوبه وکړه، هغه له فشار پرته لوبه کوي.
هغه نجیب ځدراڼ په اړه هم وويل، چې په دې سياليو کې ښه ونه ځلېد، خو بايد مخکې لوبې ته وويستل شي، څو پر خپل ځان باور يې زيات شي.
هغه وايي، چې پر راشد ارمان خبرې نه دي، هغه اوس يواځينى افغان لوبغاړى چې لوبې ګټلى شي، خو له ګلبدين نايب سره په دې لوبو کې ستره جفا وشوه.
هغه زياتوي، چې ګلبدين لومړى توپوهنې ته ويستلو سره د هغه پر کړنې  ناوړه اغېزه کوي. خو هغه وايي، چې په ټوله کې د ګلبدین بالینګ او بیټینګ په دې سفر کې له راشد ورسته بهترین وو.
هغه په يو ورځنيو لوبو کې د جاوید احمدي د لوبې ستاينه وکړه خو ويل چې ځينو برخو کې خامۍ لري، بايد روزونکي ورسره ډېر کار وکړي.
هغه وايي، چې افسر ځاځی له ډیر وته له ټیم څخه بهر وو، ښه بهترین کیپنګ یې وکړ، بیټینګ یې په ټوله کې ارامه مالومیدو خو پروفارمنس یې ونکړ.
هغه د شاه پور ځدراڼ او حمزه هوتک د لوبو ستاينه وکړه خو د کريم جنت پر لوبو يې سختې نيوکې وکړې، چې هېڅ ډول لاسته راوړنه يې نه درلودله.
ببرک عمر وايي، کوم ظلم چې له فرید ملک او ناصر جمال سره وشو د بخښلو وړ ندی، دوي ته باید کم از کم دوو لوبو کې چانس ورکړل شوی ، په ځانګړې توګه فرید ملک ته باید ټولو لوبو کې چانس ورکړل شوی وای .
د کرکټ لوبې کارپوه او د لوبه سپورتي ټولنې مشر رحيم ګل څاروان وايي، له ويسټ انډيز سره د سياليو پر مهال افغان توپوهونکو سمه لوبه ونه کړه چې له امله يې په شل اووريزو لوبو کې افغانستان هېڅ بريا ترلاسه نه کړه.
هغه زياته کړه چې يواځې راشد خان داسې افغان لوبغاړى و، چې په دې ټولو سياليو کې ښه وځلېد، خو نورو لوبغاړو خپل مسووليت ترسره نه کړي.
خو څاروان وايي چې ويسټ انډيز د شل اووريزو او يو ورځنيو لوبو درې ځلې نړيوال اتل پاتې شوى او افغانستان چې ددويمې درجې هېواد دى، بيا يې هم له ويسټ انډيز سره ښه لوبه وکړه او په لومړۍ يوه ورځنۍ لوبه کې يې ماتې هم ورکړه.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.