بُست زون دغازي امان الله خان یو ورخنیو کرکټ سیالیو اتلولي وګټله

کابل (۵ زمری ۹۷): دغازي امان الله خان یو ورځنیوکرکټ سیالیوپای لوبه کې  دبُست زون  سپین غر زون ته په ماتې ورکولو سره ددې سیالیو اتلولي خپله کړه.
د هیواد مرکز او پنځو زونونو په ګډون دا یو ورځنۍ سیالۍ څه موده مخکې پیل شوې وې اونن په کابل کې د بُست په اتلولۍ پای ته ورسیدلې.
د پای لوبه پچه د سپین غر لوبډلې وګټله اولومړه یې د توپوهنې پریکړه وکړه، دسپین غر زون لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځیدلو سره ۳۱۹ منډې جوړې کړې اوسیالې ډلې ته یې د ۲۲۰ منډو هدف ورکړ.
د سپین غر له لوري عظمت الله ۶۶، فرید ملک ۴۱، سمیع الله شینواری ۳۶، شهزاد محمدي ۳۵ او طارق ستانکزي ۳۲ منډې جوړې کړې.
د بُست لوبډلې یاد هدف په ۴۹ اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځیدلو ترلاسه ، لوبه یې وګټله اوددې سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
ددوی له لوري منیراحمد په زړه پورې لوبه وکړه او ۱۰۲ ناسوځیدلې منډې یې جوړې کړې، دغه راز نجیب ځدراڼ ۷۳، کریم صادق ۵۹ او رحیم منګل ۳۵ منډې جوړې کړې.
منیراحمد دپای لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.