د فلسطين د فوټبال ملي لوبډله د يوې دوستانه سيالۍ لپاره کابل ته راغله

کابل(۲۶ زمرى ۹۷): د فلسطين د فوټبال ملي لوبډله نن سهار کابل ته راورسېده او ټاکل شوې چې د لومړي ځل لپاره له افغانستان سره يوه دوستانه لوبه وکړي .
د فوټبال د ملي فدراسيون له خوا پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه راغلي چې ټاکل شوې راتلوونکې يکشنبه (د زمري ٢٨مه) په کابل کې د افغانستان او فلسطين لوبډلو ترمنځ لوبه وشي .
دسرچينې د معلوماتو په اساس، ټاکل شوې دغه لوبه د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو په مناسبت د کابل په شنه ميدان کې تر سره شي .
د فلسطين د ملي لوبډلې مدير بهرامي رسنيو ته ويلي :(( زه ډېر خوښ يم چې په لومړي ځل له افغانستان څخه ليدنه کوم . زه د افغانستان له خلکو او فدراسيون څخه يې مننه کوم چې دغه فرصت يې برابر کړى او دواړو لوبدلو ته د بريا هيله لرم .))

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.