افغانستان د کرکـټ په شل اووریزه کې ایرلینډ ته ماتې ورکړه

کابل (۳۰ زمری ۹۷) : افغانستان د کرکټ په لومړي شل اووریزه نړیواله لوبه کې کوربه هیوادایرلینډ ته ماتې ورکړه.
ایرلینډ ددې لوبې پچه وګټله او افغانستان ته یې لومړۍ دتوپوهنې بلنه ورکړه.
د باران له امله دا لوبه ۱۸ اورونو ته کمه شوې وه، افغانستان په ټاکل شویو ۱۸ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدلو ۱۶۰ منډې جوړې کړې، دافغانستان له لوري حضرت الله ځآځی ۷۴،اصغر ستانکزی ۳۱ او شهزاد محمدي ۲۹ منډې جوړې کړې.
د ایرلینډ لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او په ۱۸ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځیدلو سره ۱۴۴ منډې جوړې کړې.
د افغانستان له لوري راشدخان ۳، مجیب او افتاب  دوه دوه، فرید او نبي یو یو لوبغاړی وسوځولو.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.