افغانستان له ایرلینډ څخه د کرکټ د یو ورځنیو لوبو لړۍ هم وګټله

کابل (۹ وږی ۹۷) : افغانستان د کرکټ په دریمه یوه ورځنۍ لوبه کې ایرلینډ‌ته په ماتې ورکولو سره د یو ورځنیو لوبو لړۍ هم وګټله.
د دواړو هیوادونو ترمنځ ددریمې لوبې پچه ایرلینډ وګټله اولومړی یې پخپله د توپوهنې پریکړه یې وکړه.
د افغان توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله ایرلینډي توپوهونکو دافغان لوبغاړو سمه مقابله ونه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۱۲۴ منډو وسوځیدله.
د افغانستان له لوري راشدخان ۳، محمد نبي، افتاب عالم او ګلبدین نایب د ایرلینډ دوهد وه لوبغاړي وسوخول.
د ایرلینډ لخواورکړل شوی هدف افغانستان په ډیرې اسانۍ سره په څلورویشتم اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځیدلو ترلاسه او لوبه یې وګټله.
 د کرکټ د ملي لوبډلې له لوري احسان الله په زړه پورې لوبه وکړه او ۵۷ ناسوځیدلې منډې یې جوړې کړې، دغه راز رحمت شاه ۳۳ او حشمت الله شهیدی ۳۴ منډې جوړې کړې.
محمد شهزاد یو ځل بیا ښه لوبه ونه کړه او یواځې یوه منډه یې جوړه کړه.
افغانستان دوو بریاوو سره د یو ورځنیو لوبو لړۍ هم له ایرلینډ څخه وګټله، تردې مخکې د شل اووریزو لوبو لړۍ هم افغانستا دوه پر صفر ګټلې وه.
راشد خان ددې سیالیو غوره لوبغاړی اعلان شو.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.