افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو اسیايي جام کې نیپال ته هم ماتې ورکړه

کابل (٩ تله ٩٧): افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو لوبډلو اسيايي جام سياليو په لړ کې په خپله دويمه لوبه کې نيپال ته ماتې ورکړه.
د اسيا د غوره اتو ١٩ کلنو لوبډلو ترمنځ پنځوس اووريزې سيالۍ د تلې په ٧مه په بنګله دېش کې پيل شوې چې په کې د افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، نيپال، متحده عربي امارات او هانګ کانګ لوبډلو برخه اخيستې ده.
دا لوبډلې په دوو ګروپونو کې وېشل شوې دي، افغانستان، هندوستان، نيپال او متحده عربي امارات په الف، بنګله دېش، هانګ کانګ، پاکستان او سريلانکا په ب ګروپ کې دي.
افغانستان نن خپله دويمه لوبه له نيپال سره ترسره کړه او د درېيو ويکټو په توپير سره يې وګټله.
د نيپال لوبـډلې پچه وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه، د نيپال لوبډله په نهه دېرشم اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٣١ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ١٣٢ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري عظمت الله عمرزي ٤، قيس احمد او عبدالرحمن د نيپال دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان ١٩ کلنو لوبډلې ياد هدف په اته دېرشم اوور کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.
د دوى له لوري رحمن الله ګربز ٢٧، عظمت الله عمرزي او عارف خان د پام وړ ٢٣، ٢٣ منډې جوړې کړې.
د ١٩ کلنو ملي لوبډلې لوبغاړى عظمت الله عمرزي د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو، هغه د لومړۍ لوبې هم غوره لوبغاړى اعلان شوى.
افغانستان به د خپل ګروپ وروستۍ لوبه له هندوستان سره ترسره کوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.