د کرکټ د ۱۹ کلنو اسیايي جام کې هند له افغانستانه لوبه وګټله

کابل (١٠ تله ٩٧): د کرکټ د ١٩ کلنو لوبډلو اسيايي جام سياليو کې هندوستان افغانستان ته ماتې ورکړه، خو دواړه لوبډلو دويم پړاو ته لاره موندلې ده.
د اسيا د ١٩ کلنو غوره اتو لوبډلو ترمنځ پنځوس اووريزې سيالۍ د تلې په ٧مه په بنګله دېش کې پيل شوې چې په کې د افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، نيپال، متحده عربي امارات او هانګ کانګ لوبډلو برخه اخيستې ده.
دا لوبډلې په دوو ګروپونو کې وېشل شوې دي، افغانستان، هندوستان، نيپال او متحده عربي امارات په الف، بنګله دېش، هانګ کانګ، پاکستان او سريلانکا په ب ګروپ کې دي.
افغانستان نن خپله درېيمه لوبه له هندوستان سره ترسره کړه، هند لومړۍ توپوهنه وکړه او ټوله لوبډله يې په څلور څلوېښتم اوور کې په ٢٢١ منډو وسوځېده او افغانستان ته يې د ٢٢٢ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري عظمت الله عمرزي او قيس احمد درې درې او عابد محمدي دوه لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان د ١٩ کلنو لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په شپږ څلوېښتم اوور کې په ١٧٠ منډو وسوځېده، دغه راز هندوستان دا لوبه د ٥٢ منډو په توپير سره وګټله.
په توپوهنه کې د افغانستان له لوري رياض حسين ٤٧، رحمت الله ګربز ٣٧ او بصير خان د پام وړ ٢٩ منډې جوړې کړې.
افغانستان او هندوستان لا د مخه د دې سياليو دويم پړاو ته لاره موندلې ده، افغانستان به په نيمه پاى لوبه کې له سريلانکا او هندوستان له بنګله دېش سره لوبه کوي.
افغانستان په ګروپي سياليو کې نيپال او هانګ کانګ ته ماتې ورکړې وه.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.