د کرکټ افغان غوره ليګ کې بلخ دويمه او پکتيا لومړۍ بريا خپله کړه

کابل (١٦ تله ٩٧): د افغانستان کرکټ غوره ليګ سياليو کې تېره شپه پکتيا ننګرهار ته او بلخ کندهار ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د پنځو زونونو (کابل، ننګرهار، بلخ، پکتيا او کندهار) لوبډلو په ګډون د افغانستان غوره ليګ سيالۍ د تلې په ١٣مه په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې دي.
پرون د دې سياليو په درېيمه ورځ هم دوه لوبې ترسره شوې، لومړۍ لوبه د ننګرهار او پکتيا ترمنځ ترسره شوه.
د پکتيا لوبـډلې مشر شهزاد محمدي پچه وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه، د پکتيا لوبډلې په ټاکل شوو٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٨٤ منډې جوړې کړې او ننګرهار ته يې د ١٨٥ منډو هدف ورکړ.
د پکتيا له لوري شهزاد محمدي ٥٣، سميع الله شينواري ٣٨ ، ډيلپورټ ٣٥ او شاهد اپريدي ١٨ منډې جوړې کړې، د ننګرهار له لوري کټينګ درې او ظاهر خان دوه لوبغاړي وسوځول.
د ننګرهار لوبـډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى، او په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدلو سره يې ١٦٣منډې جوړې کړې. د دوى له لوري کټينګ ٧١ او حشمت الله شهيدي ٤٩ د پام وړ منډې جوړې کړې.
له ماښام وروسته د بلخ او کندهار ترمنځ لوبه وشوه چې د بلخ په بريا پاى ته ورسېده، کندهار پچه وګټله خو لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه.
د بلخ لوبډلې په ټاکل شوو٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو سره ١٦٥ منډې جوړې کړې، د دوى له روي منرو ٤٦ ، روي بوپارا ٣٤ ، عثمان غني ١٩ او محمد نبي د پام وړ ١٨ منډې جوړې کړې
د کندهار لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ١٥٢ منډې جوړې کړې، د بلخ له لوري ګلبدين نايب ٤ لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.