لوبغاړي: د پکتيا د کرکټ لوبغالي په جوړېدو کې فساد شوى

10 لړم 1397 چنار راډيو

ګردېز(۹لړم٩٧): د پکتيا دکرکټ لوبغاړي وايي چې د کرکټ لوبغالي په جوړېدو کې فساد شوى، ځکه يې چارې په سمه توګه پرمخ نه ځي او که چېرې دغه ستونزه ژر هواره نه شي، نو په مدني اعتراضونو به لاس پورې کړي. 
دوی وايي چې د پکتيا کرکټ لوبغالي جوړېدل شاوخوا پنځه کاله مخکې منظور شوي او سره له دې چې درې کاله وړاندې يې د جوړېدو چارې پيل شوې، تر اوسه د لوبغالي يواځې شاوخوا شل سلنه کارونه تر سره شوي دي.
د پکتيا د کرکټ لوبغاړو يو تن روزونکي جنت خان خاموش د لړم په نهمه وويل چې دې کرکټ لوبغالي ته ٧٥٠ زره امريکايي ډالر منظور شوي و، خو قرارداد يې ٢٣٥ زره ډالره شوی او د پاتې پيسو درک يې نشته دى.
خاموش د لوبغالي په شوي کار هم نيوکه کوي او وايي چې د اصولو له مخې لومړی د لوبغالي ويکټ، بيا چمن او ورپسې پويلين جوړېږي، خو په خبره يې د دې د کرکټ لوبغالي چارې برعکس تر سره شوې او زياتې ستونزې لري.  
نوموړی وايي له تېرو څو مياشتو راهيسې په دې لوبغالي کې هېڅ رغنيز کار ندی شوی او زياتوي :(( د دې لوبغالي بعضې ساحې شنې دي او بعضې ساحې يې ډېرې زياتې خرابې دي. همداسې په هر څه کې نيمګړتيا او مشکلات دي.))
همدارنګه د پکتيا د الف لوبډلې منېجر حسين صميم وايي چې د پکتيا د کرکټ د ډېری لوبغاړو وړتيا د کرکټ لوبغالي او اکاډمي نه لرلو له امله اغېزمنه شوې او له همدې امله يې د انټرکلپ د دويم دور په وروستيو سياليو کې لوبې وبايللې.
صميم پژواک ته وويل: ((د پکتيا کرکټ ګراونډ د اېنډور او اوټ ډور اکاډميانو او د خلکو د ناستې د ځاى لپاره يو ميليون ډالر منظور شوي و، خو د يو کال په تېرېدو نه موږ ته اوټ ډور اکاډمي برابره شوه او نه اېنډور. پکتيا کې په ژمي کې هوا ډېره سړه وي او موږ ته د اېنډور اکاډمي ضرورت دی، موږ يې يوازې نوم اورېدلی، چې دلته منظوره شوې، خو عملي تاسو وينئ چې يو شی هم نشته دى.))
لوبغاړي وايي چې د کرکټ لوبغالي د چمن اوبه کولو لپاره ان جنراتور تيل نه لري، چې له امله يې چمن له تېرو درې اوونيو راهیسې نه دی اوبه شوی او ځينې وخت ورته لوبغاړي په خپلو شخصي پيسو تېل پيري او چمن اوبه کوي.
د دوی له ډلې عبدالقدير وايي: ((پکتيا کې د کرکټ ګراونډ نه لرو، په شګو او تيږو کې کرکټ کوو. دا درې کاله کیږي چې په دې ګراونډ کار شروع شوی، خو تر اوسه پورې يې چارې بېخي پاتې دي. ))
د کرکټ د میوند ډلې مشر محمدامان پژواک ته وويل: ((زموږ له ګراونډ نه وروسته د کونړ ميدان منظور او لوبې پرې تر سره شوې، زموږ له ميدان وروسته د کندوز ميدان منظور شو او اوس لوبې پرې کيږي، د کندهار هم همداسې. په نورو ځايونو کې پروژې پلې کيږي، خو د پکتيا همداسې پاتې دی.))
د پکتيا د کرکټ بورډ ولايتي مسوول وکيل منګل په کرکټ لوبغالي کې ستونزې او فساد مني او وايي چې دا مسايل يې په وخت له مرکزي ادارې سره شريک کړي دي.
منګل پژواک ته وويل چې ده ته هم لوبغالي ته د ننوتو او کارونو څارلو اجازه نه ده ورکول شوې او د يو ميليون ډالرو په نوي قرارداد کې هم احتمالي فساد ته اندېښمن دی.
دی وايي: ((شايد بعضې کړيو او مشرانو د دې لوبغالي کار درولي وي، چې هيچا ته اجازه مه ورکوئ، تر څو هغه رازونه پټ وي کوم چې په ګراونډ کې دي. مخکې هم فساد شوی دی. زه که د کرکټ بورډ مسوول وم او که يو عادي لوبغاړی وم، دا کارونه ما ته هېڅ د منلو نه دي.))
بل لورته د کرکټ بورډ ادارې چارواکو له پرله پسې اړيکو وروسته د دې ادارې وياند فريد هوتک پژواک ته وويل چې راتلوونکې اوونۍ کې به په دې اړه ځواب ووايي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.