شهزاد په لس اووريزو سياليو کې نړيوال ريکارډونه جوړ کړل

02 ليندی 1397 چنار راډيو

کابل (د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٧): د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي شهزاد محمدي په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ د لس اووريزو سياليو په لومړۍ لوبه کې ښه وځلېد او يو شمېر نړيوال ريکارډونه يې جوړ کړل.
په اماراتو کې د کرکټ  لس اووريزې سوداګريزې سيالۍ تېره ورځ د شارجې په نړيوال لوبغالي کې پيل شوې چې په کې د بېلا بېلو لوبډلو له خوا نړيوال لوبغاړي پر لوړ امتياز اخيستل شوي دي.
شاوخوا لس افغان لوبغاړي هم د دې سياليو په بېلابېلو لوبډلو کې لوبېږي.
د دغه ليګ د دويم کال سياليو لومړۍ لوبه د سنديز او راجپوت لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د راجپوت په بريا پاى ته ورسېده.
د سينديز لوبډلې په ټاکل شوو ١٠ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ٩٦ منډې جوړې کړې، د راجپوت لوبډله کې افغان لوبغاړي سيد شېرزاد يو لوبغاړى وسوځاوه.
د راجپوت لوبـډلې ياد هدف د شهزاد د طوفاني لوبې له امله يواځې په ١٧ دقيقو کې په څلورو اورونو کې ترلاسه کړ او لوبه يې وګـټله.
شهزاد په دې لوبه کې د لس اووريزو سياليو يو شمېر نړيوال ريکارډونه جوړ کړل.
هغه په ١٢ توپونو پنځوسيزه ووهله، په لس اووريزو سياليو کې یې يوه لوبغاړي تر ټولو زياتې ٧٢ منډې جوړې کړې، په يوه لس اووريزه کې يې ډېرې شپږيزې ووهلې، هغه يواځېنى لوبغاړى شو چې په ټولو توپونو يې منډې جوړې کړې، دا لومړۍ لوبه وه چې په څلورو اورونو کې ٩٥ منډې جوړې شوې او د شهزاد لوبډلې دا هدف په ١٧ دقيقو کې ترلاسه کړ چې دا ټول د لس اووريزو ريکارډونه دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.