کرېس ګېل غواړي کیرالا کېنګز د ټي ټېن اتله اعلان شي

04 ليندی 1397 لیکنه : بهار سمسور

د ویسټينډيز د کریکټ لوبډلې پخوانی غړی د شل اوریزه لوبو پاچا د شپږیزو استاد او په ټوله نړي کې د مینوالو خوشالونکی کرېس ګېل وآيي کیرالا کېنګز د ده لپاره یو بهترینه ټيم دی او غواړي چې تر اتلوالۍ يې ورسوي.

ګېل ګولف نیوز ته ویلي دی ډاډه دی چې کیرالا کېنګز یو قوي ټيم دی او د ټرونمېنټ مهم غړی دی.

ګېل وړاندې ځي کله چې د هند په تجاراتي لیګ کې لوبیدم، چانس مې پیدا کړ چژ د کیرالا سیمه وګورم، زه د دغې سیمې له کلتور،فرهنګ او ښکلا څخه خبر یم ، دا ډېره ښکلې سیمه ده.ګېل وایي زه په کیرالا کې زیات ملګري لرم، له هغوی سره اړیکې ساتم ښه مثال يې د سچن بي بي دی هغه یو تکړه لوبغاړی هم دی د ای پي اېل په سیزن کې زه سچن بي بي دې سیمې ته بوتلم او د دغې سیمې له ښکلا مې خوند واخیست. کله چې څه وخت وړاندې په دغه سیمه کې سلابونو خلک زیانمن کړل سچن بي بي ماته له دغې خلکو سره د مرستې وویل نو د خپل وس همکاري مې هم وکړه.

ګېل ګولف نیوز ته وايي زموږ سفرونه زیات دي، ژوند مو بوخت دی تېره میاشت افغان غوره لیګ کې ولوبیدم، وروسته بیا کور ته په رسیدو مې مور ژوند له لاسه ورکړ،بیا د مزانسیي سوپر لیګ MSL ته دعوت شوم هلته مې یوه لوبه وکړه، دا دی بیا دوبۍ ته راغلم او دلته د کیرالا د خلکو لپاره د دوی په لوبډله کې لوبیږم او زه ډاډه یم چې دا ځل به هم موږ د دغې ټورنمېنټ اتلان و.

کرېس ګېل چې څومره په کریکټ نړۍ کې په ښه لوبغاړي شهرت لري دغه شان په ټولنیزو اړیکو کې هم ښه یادیږي او غواړي چې په ټولنیز ژوند کې د خلکو تر منځ واوسي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.