د بدن د ښکلا نړیوال اتل احمد یاسین سالک قادري اتلولي وګټله

05 ليندی 1397 شرافت مندوزی

د افغانستان د بدن د ښکلا نړیوال اتل احمد یاسین سالک قادري پرون شپه د ګلوبل کلاسیک په نړیوالو سیالیو کې هم اتلولي وګټله.

د ګلوبل کلاسیک ۲۰۱۸ کال سیالۍ پرون او وړمه ورځ د چین په مکاو ټاپو وزمه کې وشوې.

دا لوبې د بدن د ښکلا د نړیوال فدراسیون له‌خوا ترسره شوې.

احمد یاسین سالک قادري د لوبې تر ګټلو وروسته په خپله فېس‌بوک پاڼه لیکلي چې دا اتلولي د کندهار د پخواني امنیه قوماندان ستر پاسوال عبدالرازق اڅکزي روح او کورنۍ ته ډالۍ کوي.

یاسین قادري تېر ۲۰۱۷ میلادي کال په مغولستان هېواد کې د نړۍ د اماتور سیالیو اتلولي هم ګټلې وه.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.